تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې له لوري له امریکا او ناټو سره د افغانستان د حکومت د امنیتي موافقو د تصویبېدو هرکلی وکړ او د مشرانو جرګې له غړیو څخه یې هم وغوښتل چې د ولسي جرګې په شان یې دوی هم تصویب کړي.
ولسي جرګې نن په غوځ اکثریت له امریکا او ناټو سره د افغانستان دوې جلا امنیتي موافقې تصویب کړې. یوازې پنځو وکیلانو د دې موافقو له تصویب کېدو سره مخالفت وکړ.
دا موافقې د امریکا او د ناټو غړیو هیوادونو محدود شمېر ځواکونو ته اجازه ورکوي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې پاتې شي.
ولسمشر غني د ولسي جرګې له لوري د موافقو له تصویبه وروسته پر مشرانو جرګې ږغ وکړ چې د ولسي جرګې په پیروۍ امنیتي موافقې ژر تصویب کړي.
دا دوې موافقې د سپټمبر په دېرشمه د افغانستان او امریکا او د افغانستان او ناټو ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوې وې.