تاند- ولسمشر محمداشرف غني نن /یکشنبه/ له خپلو دوو کاندیدانو سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لاړ او خپل نوم یې د  کاندید په توګه رسماً ثبت کړ.

ښاغلي غني او دوو مرستیالانو یې له نوملیکنې وروسته په داسې حال کې ویناوې وکړې چې یو شمېر پلویان یې حاضر ول.

ښاغلي غني په خپله وینا کې د پیاوړي او مقتدر مرکزي حکومت لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې متمرکز نظام د افغانستان د ثبات او یووالي ضمانت کوي نه یو پاشلی نظام.

تر ښاغلي غني وړاندې د جمعیت ګوند مشر صلاح الدین رباني، د عبدالله عبدالله د ملاتړ په غونډه کې غیرمتمرکز نظام د خپل ټیم (ثبات او همپالنې) غوښتنه وبلله.

ولسمشر غني وویل چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې نیمايي غله ورک کړل او په راتلونکې دوره کې به ټول ورک کړي.

ښاغلي غني زیاته کړه«ما ته پوره صلاحیت راکړئ چې اساسي قانون بشپړ عملي کړم او د ټولو افغانانو لپاره د هغوی د حقونو برابري رامنځ ته کړم. ما ژمنه وکړه چې زموږ پروګرامونه او پلانونه به د سولې او امنیت، غوره حکومتولۍ ورټول وي.»

ښاغلي غني پر اقتصادي خپلواکۍ هم ټینګار وکړ، ویې ویل«زموږ اساسي هدف د سیاسي خپلواکۍ ترځنګ اقتصادي خپلواکي ده.»

نن اوسني اجرايي رييس عبدالله عبدالله هم ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ. (په دې اړه ولولئ)

د افغانستان له اساسي قانون سره سم له ولسمشر او د هغه له مرستیالانو پرته نور هر چارواکی چې ځان کاندیدوي، باید دولتي دنده پرېږدي. تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ایا عبدالله عبدالله او مرستیالان یې دنده پرېږدي او کنه.

له محمد اشرف غني سره د ولسمشرۍ د ټولو کاندیدانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد خو ګومان کېږي چې شیدا محمد ابدالي هم ځان کاندیدوي.

د ټولو کاندیدانو نومونه:

زلمی رسول، محمد حنیف اتمر، عبدالله عبدالله، عبداللطیف پدرام، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفيظ، فرامرز تمنا، حکیم تورسن، رحمت الله نبیل، احمد ولي مسعود، نورالحق علومي، ګلبدین حکمتیار او محمد ابراهیم الکوزي

One thought on “ولسمشر غني له نوملیکنې وروسته وویل، پاتې غله به په بله دوره کې ورک کړي”
  1. ” ولسمشر غني وویل چې په تېرو څلور نیمو کلونو کې یې نیمايي غله ورک کړل او په راتلونکې دوره کې به ټول ورک کړي.”

    A perfect aim and in the absence of subsiding them, Afghanistan will become loosely connected small sheikhdoms.

    Among the list of public land grabber released, President Ghani’s brother was on top of that list. In relation to that list, Mr. Hashmat Ghani Ahmadzai explanation on public TV, that some how some of those lands in his name belong to a large unnamed Kochi ethnic group and others are inheritance, wasn’t convincing and sounded like a white wash. Such land grab accusation within the family must be cleared first as an example to others.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *