ولسمشر غني په ملګروملتو کې

تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ستراتیژۍ هرکلی وکړ، هغه یې د تروریزم د ځپلو لپاره د امریکا د ارادې ښکارندویه وبلله.

ښاغلي غني چې نن سهار د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته وینا کوله، پر ګاونډي پاکستان هم ږغ وکړ چې له افغانستان سره د دولت په دولت په سطحه د سولې، امنیت او په سیمه کې د سوکالۍ د رامنځته تګ لپاره د همکارۍ په اړه هراړخیزې خبرې وکړي.

افغانستان تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره کې افغان طالبانو او نورو سختدریځو ډلو ته پناهځایونه ورکړي خو پاکستان دا تورونه ردوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ترمپ په افغانستان کې د تروریزم د خطر د ډېرېدو له کبله تېره میاشت د افغانستان او سیمې لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه چې پر اساس یې دې هیواد ته څو زره نور امریکايی پوځیان استول کېږي.

افغان ولسمشر د ښاغلي ترمپ د دې ستراتیژۍ هرکلی وکړ، ویې ویل« د ترهګرۍ د مقابلې او د جنوبي آسیا د ثبات په برخه کې د ولسمشر ټرمپ د ستراتیژۍ تر وروستي اعلان را وروسته له متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره د افغانستان کلک شراکت تجدید شوی او نوی رخ یې اخیستی دی. موږ د دې ستراتیژۍ، چې د ډاډ لور ته یې هدایت کړي یوو، هرکلی کوو. د افغانستان خلکو له کلونو څخه له متحده ایالتونو د دې ډول پرېکړې هیله درلوده. موږ یوازې د سیاسي حللارې په واسطه ټینګې سولې ته رسېږو، موږ د طالبانو په لیکو کې ټول خلک رابولو چې له بین الافغاني مذاکراتوسره یو ځای شي.»

ولسمشر غني همداراز وویل چې په افغانستان کې تر ۲۰ ډېرې تروریستي ډلې فعالې دي.

«  د افغانستان راتلونکی ځکه اهمیت لري چې موږ د ترهګرۍ د ګواښ د له منځه وړلو په کارکې د نړیوالو هڅو په لومړۍ کرښه کې یوو. زموږ زړه ور سرتېري هره ورځ د دې موخې لپاره جنګېږي او قرباني ورکوي او د افغانستان د واکمني لپاره جنګېږي. که څه هم، موږ افغانان پر لومړۍ کرښه یوو، خو د ترهګرۍ ګواښ پولې نه پېژني. د ترهګرو ډلو لپاره پر کابل او یا هم بروکسل، پاریس ، بارسلونا ، لندن او یا بل هر ځای برید هماغه ډول بریا ده. د ولسمشر ټرامپ په نوې ستراتیژۍ کې د ترهګرو، چې موخې یې پولې نه پېژني، د پناه ځایونو نه منل»

ښاغلي غني د افغانستان راتلونکې د نړۍ لپاره مهمه وبلله ځکه چې د ده په وینا افغانستان له تروریزم سره د جګړې په سر کې دی.

ښاغلي غني د ملګروملتو عمومي اسمبلۍ ته په وینا کې د برما یا میانمار د روهینګیا د خلکو کړاوونو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل «که څه هم د بشر د حقونو د میثاق احکام د نړۍ د اکثرو هېوادونو په اساسي قوانینو کې مدغم شوي، خو د بشریت پر خلاف جرایم لا هم په دردناکه او منظمه بڼه ترسره کېږي.

«د روهنګي ولس نژادي تصفیه په ځانګړې توګه بوږنوونکې ده. د انګ سانسوچي اوږد سکوت غموونکی و، ځکه موږ تمه درلوده چې هغه به د بشري حقونو د ننګې د یوې ممثلې په توګه، اصولو ته پر واک ترجیح ورکړي. غواړم افغانستان ته د بشري حقونو په کمېټه کې د غړیتوب حاصلولو هرکلی وکړم، چې افغانستان د داسې مهمو بشري مسایلو په بحث کې لا مرکزي نقش ولري. موږ د هغو خلکو په توګه چې لا هم بشري ضد جرایم لکه میرزاولنګ کلي کې د ملکي وګړو وروستۍ وژنه او په کابل او هرات او بل هر ځای کې پر جوماتونو برید  تجربه کوي، د بشر حقونو څخه ملاتړ کې د خپل غږ د زیاتولو غوښتونکي یوو.»

ټاکل شوې ده چې ولسمشر غني د نیویارک د سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ترمپ سره هم وویني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *