تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن په بیجنګ کې «افغانستان د اسیا زړه» کنفرانس کې وسله وال طالبان سولې ته وروبلل.
ولسمشر غني بې له دې چې طالبانو ته کوم ځانګړی وړاندیز وکړي له هغوی وغوښتل چې د سولې او پخلاینې په بهیر کې شامل شي.
ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان امنیتي ځواکونه به له دفاع لاس وانخلي.
ولسمشر غني وویل چې سوله د افغانستان د حکومت تر ټولو لوړ لومړیتوب دی او ځکه طالبان په هیواد کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره سیاسي خبرو ته وربولي.
ده له نړیوالې ټولنې او د افغانستان له شریکانو هم وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
په بېجنګ کې د اسیا زړه دا کنفرانس د استانبول د پروسې په دوام کې د افغانستان پر سولې او امنیت د خبرو لپاره جوړ شوی و.
د استانبول د سولې موافقه د چین، روسیې، افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ په ۲۰۱۱ میلادي کال کې په دې هدف شوې وه چې په افغانستان کې د امنیت په راوستلو کې د سیمې د هیوادونو ملاتړ ترلاسه شي.
په دې پروسه کې د افغانستان، چین، ایران، پاکستان، هند، پاکستان، روسیې او ترکیې په شمول ۱۴ هیوادونه برخه لري او د ملګروملتو، امریکا، بریتانیا او د شانګهای ټولنې په ګډون ۲۸ لوري یې ملاتړ کوي.