تاند- ولسمشر اشرف غني احمدزي د یکشنبې په ورځ د مخابراتي شرکتونو له مسوولانو سره په داسي حال کې وکتل چې د ده دوهم مرستیال قانونپوه سرور دانس او اجراییه رييس عبدالله عبدالله هم حاضر ول.

دا له کله چې ډاکتر اشرف غني احمدزي واک ترلاسه کړی او د ولس له بېلابېلو پرګنو سره کتنې کويو لومړی ځل دی چې عبدالله عبدالله هم په عمومي محضر کې لیدل کېږي.

د مخابراتو سرپرست وزیر امیرزي سنګین د مخابراتو په برخه کې د شویو پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل، ويې ویل چې اوس مخابراتي شرکتونه د ګرځنده ټيلیفوني خدمتونو په برخه کې په هېواد کې نوي فیصده پوښښ لري او هڅه کیږي چې دغه پوښښ له دې هم پراخ شي.

د مخابراتو وزارت سرپرست وویل چې د مالیې له وزارت وروسته، د مخابراتو وزارت د ټيلیفوني خدمتونو له اړخه لوړعواید لري.

غونډې ته د روشن د مخابراتي کمپنۍ رئیس کریم خواجه له ولسمشر او د حکومت له اجرائیه رئیس سره د ټیلیفوني اړیکو د لګښت د راټیټولو په باب خپل نظرونه شریک کړل.

ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتي شرکتونو مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو حل د ملي وحدت د حکومت یو لومړیتوب دی.

ولسمشر احمدزي دوی ته وویل چې له دې وروسته به د دوی هرې ستونزې ته دی پخپله په مستقیم ډول رسیده ګي وکړي.

ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د مخابراتي شرکتونو له چارواکو وغوښتل چې له دولت سره په همغږۍ کې خپلې چارې داسې تنظیم کړي چې له مخابراتي سیستمونو څخه د ښې حکومتوالۍ او له لرې لارې څخه د پوهنې او برېښنایي طبابت د پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.

ولسمشر همداراز وویل چې مخابراتي کمپنۍ دې یوازې تر ټېلفوني خدماتو پوري محدود نه پاتې کېږي، بلکې په نورو برخوکې دې هم له دولت سره همکاري وکړي.

د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د مخابراتي کمپنیو مسوولانو ته ډاډ ورکړ چې د دوی د ستونزو د حل او په مخابراتي شرکتونو کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره سیاسي اراده شته او په ډیر لنډ وخت کې به د دوی ستونزې حل شي. ده همدا راز ټینګار وکړ چې مخابراتي کمپنۍ باید افغان کادرونه هم وروزي.

0 thoughts on “ولسمشر غني: مخابراتي دې خپل فعالیتونه یوازې په ټېلفوني خدمتونو پوري نه رالنډوي”
  1. د رئیس صاحب جمهور قاطعیت د ستایلو وړ دۍ، خو که ډاکټر صاحب غنی غواړي چې رښتیا هم امنیت راوړي نو باید په مخابراتي کمپنیو دا لازم کړي چې بی له اسنادو سیم کارت توضیح نشي په هیڅ صورت، ځکه چې همدا د سړک پر سر سیم کارتونه په ټولو جرمونو کې ترې استفاده کیږي او وروسته بیا هغه سیم کارت مات شي او بل د یو څو روپو په بدک کې د سړک په سر واخلي چې دا کار امنیتی ارګانونو ته ډیره مشکله کوي چې مجرم ونیسي، او مخابراتي شرکتونه د پیسو راټولولو په خاطر ډیر بی بند وبسته خرڅلاو د سیم کارتونو کوي حتی د سړکونو پر سرچې د پیسو په بدل کې کومک دۍ مجرمینو سره مستقیمأ… لکه په هندوستان کې چې سیم کارتونه کنترول کیږي او یواخې په معین د خرڅلاو دفترونو کې خرڅیږي چې او پاکستان هم دا قیودات
    شروع کړي دي

    هیله ده چې دا مهمه موضوع تر ډاکټرصاحب غني پوری ورسیږي د میډیا او یا کوم بل شخص له لارې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *