تاند- ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د سلامشورو په لړ کې نن له یو شمېر پخوانیو جهادي مشرانو، دیني عالمانو د ملي شورا استازو او د انتخاباتو د دواړو کمیسیونونو له غړیو سره ولیدل.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر د غونډې برخوالو ته وویل چې د انتخاباتو د تمویل لپاره د مالي سرچینو پیدا کول د دولت مسوولیت دی او دوی به له ټولو هغو لارو چارو څخه کار واخلي چې انتخابات په شفاف ډول ترسره شي.

ولسمشر بې له دې چې د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره کومه نېټه اعلان کړي، وویل: « د ولسي جرګې د ټاکنو د نېټې د تعین په اړه به هر ډول پریکړه د هېواد د لوړو ملي ګټو په اساس او د ملي اجماع په رڼا کې ترسره شي.»

په داسي حال کې چې د ولسي جرګې د کار دوره پای ته رسېدونکې ده او په ټاکلې نېټه د انتخاباتو امکان نه لیدل کېږي، ډېرو ته د ملي شورا د نشتوالي او یا د کاري دورې له پای ته رسېدو وروسته د اوسنۍ ولسي جرګې د غړیو د کار دوام له قانوني پلوه د پوښتنې وړ ښکاري.

ولسمشر همدې مسلې ته په اشارې وویل چې د قانون تفسیر د افغانستان د سترې محکمې دنده ده او دا موضوع به سترې محکمې ته راجع شي.

ولسمشر دا هم وویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون او په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر څخه یې غوښتي دي چې له تېرو انتخاباتو څخه د اخیستل شویو درسونو او عبرتونو په اړه ورته په پنځه ورځو کې رپوټ ورکړي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په غونډه کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه یو لړ وړاندیزونه هم ولسمشر ته وشول . خو ولسمشر وویل « موږ د ولسي جرګې د انتخاباتو د ترسره کېدو د نېټې ټاکلو ته ژمن یو خو له هغې وړاندې باید د امنیتي، تخنیکي او سیاسي چارو لپاره  اجماع رامنځته شي.»

په دې غونډه کې  د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې د ټاکلو، د ټاکنیز نظام د اصلاح د کمیسیون د کار د پیل او د برېښنایي تذکرو د ویش د بهیر د پیل کېدو په باب هم خبرې وشوې.

One thought on “ولسمشر غني: موږ د ولسي جرګې د انتخاباتو د نېټې ټاکلو ته ژمن یوو”
  1. دمحترم ولسمشر محمد اشرف غنی څخه داهيله کيږی چی په راتلونکو داډول غونډوته دسياسی ګوندونو استازی هم راوغواړی،دا ګوندونه داساسی قانون په رڼا کی مينځ ته راغلی اودوی خپلی ټولی اساسنامی دهمدی قانون پر اساس ترتيب اونشرکړی،يواځی جهادی مشرانو ددی قانون قباله نده تر لاسه کړی .زما په اند زموږ ولسی جرګه اومشرانو جرګه نور بايد د قومی -ګروپی ،سمتی-ژبنی،حالت څخه راووځی اوټاکنی دګوندونو دسالم رقابت پر اساس مينځ ته راشی تر څو وکولای شو چی دی دواړو ارګانونوته پوهه ،تخصی باتجربه نمايندګان لا رپيداکړی اودحکومت سره اوږه په اوږه دهيواد په ابادولو کی پوره ونډه واخلی.نه داچی هر وکيل دخپلو ګټو په خاطری بايد دپارلمان وکيل واوسی، هر وکيل بايد دمحل دمشخصو پروکرامونو سره ځان کانديد کړی اوموکيلين دهغوی داجراتو لپاره وقت اوزمان وټاکی دنه اجرا په صورت کی بايد خلکو ته جواب دی واوسی . ولسمشر ته دلاډيرو کاميابيو په هيله .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *