تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن ناببره د بندیانو د حال د لیدو لپاره د کابل ولایت نظاره خانې یا توقیف ځای ته لاړ.

ولسمشر د توقیف شویو کسانو ستونزې واورېدې او وروسته یې په داسي حال کې چې د کورنیو چارو امنیتي معین، د کابل امنیه قومندان او د توقیف ځای مسوولان هم حاضر ول، نیول شویو کسانو ته په وینا کې وویل«نن د عاشورا د ورځې په خاطر، چې د بې ګناه او مظلومو خلکو د یاد ورځ ده، ستاسو لیدو ته راغلی یم.»

ویل کېږي چې په حکومت کې د پراخ فساد له کبله ډېر ځلي بې ګناه کسان د رشوت د ترلاسه کولو او یا هم د اصلي مجرم په ځای نیول کېږي.

ولسمشر همداراز دوی ته وویل:«که بې ګناه یاست او محکمه برات درکوي، حق لرئ چې د خپل حیثیت د اعادې غوښتنه وکړئ او حکومت مسوول دی چې له تاسي بخښنه وغواړي.»

ده پولیسو ته په اشارې وویل:«ستاسو دنده د جرم کشف دی او اسناد باید له قانون سره سم ترتیب شي خو که مو ادعا ناسمه ثابته شوه، جزا به درکړای شي.»

ولسمشر په کلکه وویل:«زه داسي وضعیت نه شم زغملی چې زموږ هیوادوال د پولیسو، څارنوالانو او قاضیانو د سهوې په وجه بندیان وي.»

ده په لویه څارنوالۍ کې د اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړ، ویې ویل چې د قاضیانو په غوره کولو کې به هم له دقت کار واخلي څو په هیواد کې حقیقي عدالت ټینګ شي.

ولسمشر غني تر دې پخوا د سردارمحمد داوودخان پوځي روغتون او د خیرخانې مېنې د پولیسو یوه ماموریت (حوزې) ته هم ناڅاپي تللی و او ویل کېږي چې یو شمېر چارواکي یې په دې خاطر برطرفه کړي چې د کار په وخت حاضر نه ول.

0 thoughts on “ولسمشر غني ناببره د کابل نظارت خانې ته لاړ او د بندیانو حال یې واخیست”
  1. ګران عالیقدر ریس صاحب جمهور -جمهوری اسلامی افغانستان !زه د۱۳۸۸ کال په نیمای کی دازاد رقابت له لاری دخوست زراعت ریاست ته تعین شوم په ډیر بد حالت کی دخوست زراعت قراردر لود اوزه ورته ډیر په عمیق فکر او اندیشه کی ولاړم چه ای زما ربه :دلته خو دجرمنیانو په وخت کی یوه نمونه دزراعت پروژه وه ډیر اوچت او دقدر وړ کارونه یی کړی و اوس دهغه ډیر کم اثار لیدل کیږی زما نه لاره ورکه شوه چه له کومه شروع وکړم

    ۱-معتبر املاکی اسناد چه پکی ډیر مشکلات لیدل کیدل دثبت محفوظ لپاره می مزکز ته ولیږل
    ۲-هغه کسان چه په اداری اوداداری په تضعیف کی کار کړی وو شناسای او دوزارت مقام ته ور معرفی شول
    ۳- دکالو کالو دڅمکو اجاری راجمع شوی
    ۴داصلاح شویو تخمونو لړی روانه شوه ورسره کمیاوی سری
    ۵- حیوانی او نباتی ناروغیو په ضد مبارزه روانه شوه
    ۶دڅمکو دغصیبینو شناسای په دقیق ډول (نام-کلی اندازه دغصب) شروع شو
    ۷-دفارمونو بیا رغول شروع شول
    ولی په تاسف سره به ووایم چه زما ټول پلانونه او برنامی دخوست دخاین او پرادی مزدور والی (نعیمی) دلاسه دحاورو لاندی شول دڅمکی دتبادلی موضوع چه د۱۳۸۳کال ومضوع وه اسناد او قانونی پړاونهیی طی کړی صرف دخوستوالو حواښه نه وه زه هم چه خوستی یم تر یوه کال پوری ماهم ددغی تبادلی مخه ونیوله دڅارنوالیو تفتیش-دمحاکمو تفتیش چه پر حق ووولی دریس دولت حکم نه تطبیقیږی سوالونه او جوابونه رد او بدل کیدل کله جه سړی مجبور شو محاکموتهیی عرض وکړ او دخوست ابتدایه محکمی ور باندی قرار صادر کړ اوویی لیکل (ټول اسناد ددوسی قانونی او حکم دریس دولت قابل تعمیل است) دغه فیصله دمحاکمو راسا لوی څارنوالی ته محول شوه شخص لوی څارنوال (الکو) دغسی حکم صادر کړ (دمحکمی فیصله تایید او قابل تطبیق است) کاپی به مقام ولایت ما ددی لپاره چه مرتب په پام کی نیول شوی وی دولایت مقام ته دموضوع په ارتباط پیشنهاد واستوو چه دووالی هدایت واخلم په تاسف سره په عوض دد چه هدایت راکړی پیشنهادونه به یی ورک کړل دزراعت ریاست باید څه کړی وای؟ ایا دریس دولت-دمحاکمو بیصله -دلوی څارنوال حکم په مقابل کی تمرد یا دوالی صیب بر مایش چه دڅمکی دتبادلی دمالک په قول چه په تبادله کی ۱۰-لس جریبه څمکه غواړی کله چه ۱۰ جریبه څمکه لاته ورنه غله دڅمکی مالک یی ګرفتار او په وهلو ا نیشه کولویی په ریس او مامورینو باندی اتهام نامه ترتیب اچه داتهام نامه درشوت ورکول دی ددسیسی جوړلو کی مهارت وګوری هم مالک- او هم مامورین ښکیل شول البته په مستقیمه همکاری دامنیت-څارنوال-او قاضی چه دوی سره تړلی څنڅیر دی موږ توفیفد۱۳۹۰ -نه تر نن پوری دوسیه کله څارنولیکی کله محاکمو کی داستان اوږد دی دومره ویلی شم چه په دغه دوسیه کی دلوړو مقاماتو هدایتونه شتون لری یوه خبره دیادولو وړ ده چه !لوی څارنوال اول زموږپه توقیف ډیر خوابدی اوشفاهی امر یی دخوست څارنوال ته صادر چه په دوسیهکی زما امر او هدایت شته دغه ولی غیر حق بندیان دی ژر دخوښی شی کله چه دخوست والی خبر تر لاسه کوی فوری تیلفونی دلوی څارنوال نظر بل خواته اړوی لوی څارنوالیی هم کلیوال او همی دوستی سره لری کلک همکاریشو او زموږ دتباهی باث شو اوسراڅم دیته.
    دعالیقدر ریس صاحب دولت نه په احترام خواهش کیږی چه !زموږ اجتماعی موقف تباه شوی زموږ کرامت انسانی تباه شوی ا ودفاسدو په لیست کی جبار(نعیمی)دالکو په مستقیم کمک باندی راغلی یو دمطلب روښانه کولو په خاطر جبار (نعیمی باید موږسره حساب او کتاب وکړیاو موږته خپل حقوق اعاده شی (مننه)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *