تاند: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د بریتانیا د شاهي دولت په رسمي بلنه نن (یکشنبه) بریتانیا ته روان شو.
ولسمشر غني به د دې سفر په لړ کې له بریتانوي چارواکو سره جلا جلا لیدنو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې په پروسه کې د بریتانیا د رول او ملاتړ په اړه خبرې وکړي.

ولسمشر غني به د بریټانیا صدراعظمې سره هم د افغانستان پر مسئله مهم موضوعات شریک کړي.

ښاغلی غنی به د دې سفر په لړ کې چې د د کرکټ بورډ نوي ټاکل شوي اعضاء، سلاکار وزیران او د دفتر کسان یې ورسره دي، د افغانستان او انګلیستان د کرکټ د مسابقې لیدو ته د دوشنبې په ورځ مانچستر ته هم لاړ شي.

په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان او انګلیستان لوبډلې د راتلونکې سې شنبې په ورځ په مانچستر ښار کې مخامخ کېږي.

افغانستان د نړیوال جام تمرینې لوبو کې انګلستان ته لوبه بایللې او لا یې د نړیوال جام هیڅ کومه رسمي لوبه هم نه ده ګټلې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *