تاند، سه شنبه، د حوت ۲۰مه: د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ټاکل شوې ولسمشر غني نن سې شنبې ورځې تر پایه د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال تاند ته وویل چې په دې حکم کې د زندانیانو د شمېر او میکانیزم په اړه کار شوی دی.

نوموړي د افغان حکومت لخوا د خوشي کېدونکو طالب زندانیانو د شمېر او نورو جزئیاتو په اړه معلومات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې په دې اړه به ډېر ژر معلومات شریک شي.

د امریکا او طالبانو د سولې د هوکړې له مخې ټاکل شوې د افغان حکومت له زندانونو څخه ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشي شي او په بدل کې ۱۰۰۰ افغان سرتیري هم د طالبانو لخوا ازاد شي.

ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم تر دې مخکې د طالب بندیانو د خوشي کولو سره مخالفت ښودلی و، خو تېره ورځ یې د لوړې مراسمو پرمهال وویل چې نن سې شنبه به د طالب بندیانو ازادولو په اړه فرمان ورکړي.

هغه وویل دې نتیجې ته رسېدلی چې د یادو طالب بندیانو په ازادولو سره به تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.

په عین حال کې مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې دا مهال په کابل کې دی د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني د اقدام هر کلی کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي:”د ولسمشر غني دا اعلان چې یو فرمان به خپور کړي تر څو د بندیانو د پام وړ تبادله وشي او د پراخ ملاتړ لرونکې یوې ملي مذاکراتي ډلې د جوړولو مشري به وکړي، به بین الافغاني مذاکراتو ورتګ کې خوځښت راولي.”

رویټرز خبري اژانس هم د پنځو افغان سرچینو په حواله ویلي چې ټاکل شوې ولسمشر غني نن د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د ازادولو په اړه فرمان ورکړي چې له ډلې به یې ۱۰۰۰ تنه په روانه اونۍ کې خوشي شي.

پر همدې مهال وسله وال طالبان وايي، د افغان حکومت لخوا خوشي کېدونکي طالب زندانیان باید هغه کسان وي چې دوی یې لېست ورکړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *