تاند، یکشنبه، د جدي ۱۵مه: ولسمشر اشرف غني نن مازیګر مهال د تیلیفون پر کرښه د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې وکړې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني نوموړي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي هوکړې له مخې د افغانستان خاوره هیڅکله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي.
ولسمشر غني د ایران ولسمشر او خلکو ته په عراق کې د دوه ورځې دمخه رامنځته شوې پېښې په اړه، چې په کې د قدس ځواکونو مشر قاسم سلیماني او د هغه نور ملګري وژل شوي؛ د خپلې خواشیني مراتب وړاندې کړې دي.
ارګ تر دې وړاندې هم په اعلامیه کې ایران ته ډاډ ورکړی و چې افغان خاوره د ګاونډیانو پر ضد ګواښ نه ګرځي.