تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن رسماً معصوم ستانکزی د دفاع وزیر په توګه ونوماوه.

معصوم ستانکزی به ژر ولسي جرګې ته د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي شي او که یې لازمې رایې ترلاسه کړې، له یوې نسبتاً اوږدې وقفې وروسته به افغانستان د دفاع وزیر خاوند شي او کابینه به هم بشپړه شي.

ولسمشر غني، چې په ارګ کې د تماس د نړیوالې ډلې د غونډې د پرانستنې په مراسمو کې خبرې کولې، د دفاع وزیر په توګه د معصوم ستانکزي د نومونې ترڅنګ وویل چې د والیانو ټاکنه هم ضروري ده.

ده وویل چې د سترې محکمې د غړیو د ټاکلو لپاره یې له ګڼو کسانو سره مرکې کړي او ژر به په دې برخه کې هم اعلان وکړي.

معصوم ستانکزی له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۴ پوري د مخابراتو وزیر و، وروسته د پخواني ولسمشر حامد کرزي امنیتي سلاکار شو او له ۲۰۰۹ څخه د افغانستان د سولې دپه عالي شورا کې بېلابېلې دندې په غاړه لري.

4 thoughts on “ولسمشر غني نن معصوم ستانکزی د دفاع وزیر ونوماوه”
  1. دير خه ستانكزي صاحب يو پو او مسلكي شخصيت دي او دي كولاي شي ديو وزير په هيث شه دنده ترسره كري او د تولو وكيلانو سخه مي هيله داده چي ستانكزي صاحب ته رايه وكري زكه هيواد مو په دير بد حالات كي وجود لري ..

    مننه ستاسو ورور انجينر شكر الله دهلمند سخه

  2. Stanekzai welywo da sardar dawud hospital mojnreman ba 14 warazo khayee .de droghjen de. Ghanee pa de nakegee.sam mazbothb qadamona wakhla.da moqa.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *