تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانتسان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان او هند د اړیکو د پراختیا او یو لړ موافقو لپاره نن نوي ډیلي ته سفر وکړي.
د ولسمشر غني ویاند او په کابل کې د هند سفارت تایید کړه چې د افغانستان ولسمشر نن د یوه پلاوي په مشرۍ له هندي چارواکو سره د خبرو لپاره ډیلي ته په دوه ورځیني سفر روانېږي.
ګومان کېږي چې د ولسمشر غني د دې سفر په لړ کې به د هند او افغانستان ترمنځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو موافقه هم لاسلیک شي.
همداراز په پام کې ده چې د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګري اړیکو او همکاریو پر زیاتېدا، د چاه بهار بندر پر پراختیا او د افغانستان له لارې تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو ته د هندي مالونو د انتقال په اړه هم خبرې وشي.
هند په تېرو دیارلس کلونو کې له افغانستان سره دوه ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره مرسته کړې او د افغانستان شپږم ستر مرستندوی هیواد ګڼل کېږي.
د روان اپریل په پنځلسمه هند افغانستان ته ۳ چیتال هیلي کوپترونه ورکړل.
ولسمشر نن د یوه پلاوي په مشرۍ که پلاوی د ولسمشر په مشرۍ؟ تاند باید خپل معیاري حالت ژوبل نه کړي.