تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني نن د جمعې له لمانځه وروسته دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ولسي جرګې غړیو ته وویل چې نور به خپل پام د هیواد کورنیو چارو ته متمرکز کړي.

ولسمشر غني، چې په ارګ کې د جمعې له لمانځه وروسته خبرې کولې، وویل چې په درو اوونیو کې به د کابینې ټول غړي اعلان شي.

ولسمشر غني تېره شپه د کابینې څلور وزیران معرفي کړل.

څرګنده نه ده چې د مالیې، سوداګرۍ، بهرنیو چارو او د ښځو د چارو ګومارل شوي وزیران به د اعتماد رایې د ترلاسه کلو لپاره کله ولسي جرګې ته معرفي شي.

له بلې خوا د اجرايي چارو د رييس عبدالله عبدالله د دفتر سرچینې هم وايي چې د کابینې اعلان د دې لپاره ځنډنی شوی چې تکړه او لایق کسان وموندل شي.

د باختر دولتي اژانس د خبر له مخې، ولسمشرد يوه فرمان پراساس محمد مصطفى مستور د ماليې وزارت د سرپرست، سيده مژګان مصطفوي د ښځو چارو د وزارت، مزمل شينوارى د سوداګرۍ او عتيق الله عاطفمل د بهرنيو چارو وزارت د سرپرستانو په توګه معرفي کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *