تاند- ولسمشر محمداشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ نن سهار د ترکمنستان پلازمېنې عشق اباد ته لاړ چې د اسیايي لوبو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړي.
ارګ وايي، ولسممشر غني به په دې سفر کې د ترکمنستان او تاجکستان له ولسمشرانو سره هم جلا جلا وویني.
دغه راز ټاکل شوې ده چې ښاغلی غني له ترکمنستان څخه د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په دوه اویایمه غونډه کې د ګډون لپاره نیویارک ته لاړ شي.
ښاغلی غني به د سې شنبې په ورځ عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي او همداراز به د نیویارک د سفر په لړ کې د امریکا له ولسمشر ډانلډ ترمپ او د پاکستان له صدراعظم خاقان عباسي سره وویني.
دا به له کله چې ښاغلی ترمپ د امریکا ولسمشر غوره شوی، له نوموړي سره د افغان ولسمشر لومړنۍ کتنه وي.
له ښاغلي غني سره په دې سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د زیربناو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر، په سوداګریزو چارو کې د ولسمشر سلاکار سیروس علاف او د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر د ستراتيژیکو چارو او رسنیو مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ملتیا کوي .