تاند- (یکشنبه، د میزان ۲۸) د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن (یکشنبه) د ننګرهار هسکې مېنې ته لاړ چې د دې ولسوالۍ د جودرې کلي له مصیبت ځپلیو سره خواخوږي څرګنده کړي.
له ننګرهار څخه د رارسېدلیو راپورونو له مخې، ښاغلی غني به د هسکې مېنې د جمعې د ورځې د قربانیانو له خپلوانو سره مالي مرسته او د دې سیمې د اوسېدونکو د ملاتړ لپاره د پرمختیايي پروژو اعلان هم وکړي.
له ولسمشر سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار، د ولسي جرګې لومړی مرستیال امیر خان یار، د کابینې ځیني غړي او د ولسي جرګې وکیلان ملګري دي.
د تېرې جمعې په ورځ د هسکې مېنې د جودر کلي په یوه جومات کې په داسې حال کې چاودنه وشوه چې ګڼ شمېر خلک په لمانځه ولاړ ول.
د ننګرهار والي وايي چې په دې پېښه کې ۶۶ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.