د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به نن /چهارشنبه/ نوي ډیلي ته په دوه ورځني سفر ورسېږي.

هندي رسنۍ وايي، افغان ولسمشر به د دغه هیواد د صدراعظم نریندر مودي په شمول له هندي چارواکو سره پر کلیدي مسلو خبرې وکړي.

هندي رسنۍ وايي چې د دغه هیواد چارواکي به افغانستان ته د وسلو د ورکولو په اړه د افغان ولسمشر غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت وايي چې غني او مودي به د دوو هیوادونو د خوښې په پراخو مسلو خبرې وکړي.

افغانستان له هنده د وسلو او مهماتو غوښتنه کوي.

هند مخکې افغانستان ته څلور ایم آی ۲۵ هیلي کوپترونه ورکړي او ټاکل شوې ده چې څلور نورې ورکړي.

نوي ډیلي ته د ولسمشر غني د سفر په درشل کې پرون په کابل کې د هند سفارت د افغانانو لپاره په هندي پوهنتونونو کې د زده کړو  ۱۰۰۰ سکالرشیپونه اعلان کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *