تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د سویس په دافوس کې وویل، امریکايي ځواکونه به ژر له افغانستانه ونه وځي.
ښاغلي غني هغه راپورونه رد کړل چې پر اساس یې ویل شوي وو چې امریکا له طالبانو سره موافقه کړې چې خپل پوځیان له افغانستانه باسي.
په دافوس کې نړیوال اقتصادي فورم ته د ولسمشر غني تر وینا مخکې نن /پنجشنبه/ وال ستریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې راپور ورکړ چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالب استازو سره په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو، اوربند او یو شمېر نورو مسلو په اړه خبرې کړي دي. ورځپاڼې په عین حال کې د قطر له غونډې د خبرو سرچینو په قول ویلي چې طالبانو د ټولو امریکايي پوځیانو د وتلو په اړه خپل دریځ نرم کړی دی.
ښاغلي غني د امریکا له ولسمشر ډانلډ ټرمپ سره خپلې اړیکې خورا ښې وبللې، ویې ویل چې له دې درکه کومه اندېښنه نه لري چې امریکايي پوځیان به یو ناببره له افغانستانه ووځي او یا به امریکا له افغانستانه د خپلو پوځیانو د ایستلو هغسي اعلان وکړي چې له سوریې څخه یې کړی دی.
له ولسمشر غني څخه د هغو راپورونو په اړه پوښتنه وشوه چې په دوحه کې د امریکایانو او طالبانو د سولې په خبرو کې لوی پرمختګ شوی، ده وویل:«دوی خبرې کوي او د دوی د خبرو په اړه باید موږ ته معلومات راکړل شي، هغه خبرې چې سیمه پکې برخه ونه لري، دوام نه شي کولی.»
د افغانستان ولسمشر په عین حال کې وویل چې له افغانستان سره د ناټو او امریکا اړیکې خورا نژدې دي او په اسانه د دوی پوځیان له افغانستانه وتلی نه شي.
«دا دومره ساده خبره نه ده چې نېټه ورته وټاکل شي او فکر وشي چې جګړه ورسره پای ته رسېږي. د امریکايي پوځیانو شمېر له دې سره تړاو لري چې افغانستان تر څه حده د تروریزم له خطر سره مخامخ دی.»
ښاغلي غني دا هم وویل چې که هر وخت امریکایان وځي هرکلی یې کوي مګر د تروریزم خطر، چې دواړه هیوادونه یې احساسوي، د دې سبب کېږي چې هغوی ونه وځي.
غني د سي این این د خبریال فرید زکریا د پوښتنې په ځواب کې وویل چې له ډانلډ ټرمپ سره ښې اړیکې لري خو کله چې ورڅخه وپوښتل شول چې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره یې اړیکې څنګه دي؟ ده وویل:
«موږ ټېلفوني خبرې کړي،موږ له یو بل سره لیدلي نه دي.»
ښاغلي غني په ځلونو پاکستان له طالبانو سره د ملاتړ په خاطر غندلي دی.
ده وویل«طالبانو د پاکستان له دولت سره، چې د دوی مالي او نور ملاتړ یې کړی دی، عضوي خپلوي لري.»