تاند- د افغانستان ولسمشر وايي جرمنیان باید د یوه یا دوو افغانانو د ناوړه اقداماتو پر اساس د ټولو افغانانو په اړه قضاوت ونه کړي.
محمد اشرف غني د جرمني له بیلډ ورځپاڼې سره په مرکه کې، چې نن /پنجشنبه/ خپره شوه، جرمني ته په خطاب کې وویل، «له افغان پناه غوښتونکو مه بېرېږئ او لطفاً د یوه یا دوو تنو په اعمالو د ټول افغان ملت په اړه قضاوت مه کوئ.»
ده دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې د پناه غوښتونکو د جرمونو له مخنیوي سره باید څه ډول چلند وشي.
حاضردمه په جرمني کې د افغانانو له لوري د قتل دوې قضیې تر غور لاندې دي.
ولسمشر غني په عین حال کې ویلي چې د ګڼو افغانانو په ذهن کې داسې تصور پیدا شوی چې جرمني په سرو زرو پوښلی دی.
د ده په وینا ډېر هغه افغانان جرمني ته روان دي چې د متوسطې طبقې غړي دي او په خپل هیواد کې اقتصادی فرصتونو ته شا اړولي او په جرمني کې ساده کارګرۍ ته زړه ښه کوي.
د ولسمشر غني پر دې حرګندونو یو شمېر افغان پناه غوښتونکو غوسه ښکاره کړې ځکه چې د دوی په باور دا ډول حرګندونې په اروپايي هیوادونو کې د دوی مهاجر په توګه د دوی د منلو چانس کموي.
خو په اروپايي هیوادونو کې د ځینو افغانانو جرمونه او جنایتونه سبب شوي چې ډېری اروپايي هیوادونه د افغانانو منلو ته شرایط سخته کړي.
که دا قاعده په عمومی افکارو کی نطفه پیدا کی چه ګواکی د دوو درو کسانو د جنایت پخاطر د جنایتکار ټول فرهنګ او تاریخ او هیواد او قومیت ته په منفی نظر وکتل شی نو موږ هم حق لرو چه د غربیانو د تېر او اوسنی استعماری او امپریالیسټی کړنو ته په کتو سره هر غربی وګړی د هغوی د مشرانو د تورو کړنو له امله پړ او ښکیل وګڼو