تاند- ولسمشر محمد اشرف غني وايي، حکومت یې د دې لپاره چې طالبان د سولې له پروسې سره یوځای شي، مشوقونه یا امتیازونه سنجولي دي.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ولسمشر غني په دې اړه د سویس په داوس ښار کې د نړۍ د کالنۍ اقتصادي غونډې ترڅنګ د امریکا له مرستیال ولسمشر جوبایډن او د پاکستان له صدراعظم نوازشریف سره په درې اړخیزه غونډه کې خبرې وکړې.

ولسمشر غني وویل، د دې لپاره چې افغانان ژر د سولې خوند وویني باید جګړه او تشدد ژر تر ژره پای ته ورسېږي.

ده وویل، حکومت یې د دې لپاره چې وسله وال طالبان د سولې بهیر ته وهڅول شي پر یو لړ هڅوونکو اقداماتو او امتیازونو غور کړی دی.

ولسمشر په عین حال کې وویل چې حکومت یې د افغانستان د اساسي قانون او د ښځو د حقونو په برخو کې پر خپلو دریځونو کلک ولاړ دی او په دغو برخو کې به هیڅ راز جوړجاړی یا بدلون ونه مني. ده په عین حال کې وویل چې په دې اړه اصلاحات به یوازې د افغانستان د اساسی قانون په رڼا کې ترسره شي.

وسله وال طالبان هم د افغانستان د اساسي قانون په برخه کې د جدي بدلون غوښتونکي نه دي. طالبانو یوازې د شرعي حدودو د اجرا کېدو غوښتنه کړې چې تطبیق یې د افغانستان له اوسني اساسي قانون سره په ټکر کې نه دی.

د ارګ له خبرپاڼې سره سم، ولسمشر غني او د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن ټینګار وکړ چې د سولې پروسه باید د خبرو او کاغذ پر مخ پاتې نشي، بلکې په دې برخه کې دې عملي ګامونه واخیستل شي.

د خبرپاڼې له مخې په دې ناسته کې پر دې موافقه وشوه چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په خاطر دې ژر تر ژره د عملي ګامونو د اخیستلو دقیقه نېټه مشخصه شي.

په دې ناسته کې په دې هم ټینګار وشو چې د سولې له بهیر سره یو ځای کېدو ته لېواله کسان دې وهڅول شي چې له دې پروسې سره یو ځای شي او کوم کسان چې له دې پروسې سره نه یو ځای کېږي، هغوی دې هم تشخیص شي.

 د غونډې ګډونوالو څرګنده کړه چې له دې پروسې سره یو ځای کېدونکو ټولو کسانو ته د سولې دروازې پرانیستې دي.

د پاکستان لومړي وزیر وویل، کوم کسان چې د سولې له پروسې سره نه یو ځای کېږي د هغوی پر ضد دې د نظامي قوې د استعمال په ګډون له نورو لارو څخه هم کار واخیستل شي.

اړوند خــــــبرونه:

په سویس کې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه

ولسمشر په داوس کې په درې اړخیزه غونډه کې ګډون کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *