تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کرکټ د ملي لوبډلې له لوبغاړو سره ټیلفوني خبرې وکړې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ولسمشر غني، چې په عین حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ اعلي سرپرست هم دی، د کرکټ د ملي ټیم له لوبغاړو سره، چې اوس په متحده عربي اماراتو کې دي، په ټېلفوني خبرو کې د دوو پر له پسې لوبلړیو د ګټلو مبارکي وویله او دوی (لوبغاړي) یې د افغانستان لپاره ستر ویاړ وبلل.
رښتیاهم د کریکټ لوبغاړی د افغانستان ویاړ دی او دا ثابتوی چی ملت ته که مناسب فرصتونه مساعد شی ډیر ویاړونه ګټلی شی سره ددی چی شرایط سم مساعد ندی او امکانات دیر محدود،خو بیاهم د کریکټ اتلان ډیر څه ګټلی، ددی اتلانو د بری عوامل یو څو یی داسی شمیرم
اول یی داچی بل ته یی ونه کتل چی هرڅه تیار اوبیا دوی ولوبیږی بلکی په خپلو محدودو امکاناتو یی کار پیل او دوام یی ورکړ
دوهم: متدین اود افغانی عزت ساتونکی دی
خو د نجونو د فوټبال ټیم چی د اردن د ټیم په وړاندی یی ماتی وخوړه او مشرانو یی د غیر افغانی یا غیرشرعی لباس په وجه بښنه وغوښته داسی معلومیږی چی لباس بهر کی کوم بل د دود او دستور سره نا آشنا کس تهیه کړی وو او له افغانیت سره نا آشنا او اداره هم پری خبره نه وه!!! چی انجام یی ناکامی او ندامت شو