تاند- د دارلامان د تاریخي ماڼۍ د دوهمې برخې د بیاودانولو کار نن د هیواد د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري رسماً پیل شو.

ولسمشر غني، چې د دارالامان ماڼۍ د دوهمې برخې د بیاجوړولو چارې کتلې، دغه راز وویل چې له دې ماڼۍ څخه به د جګپوړو بهرنیو مېلمنو لپاره د مېلمستون کار واخیستل شي.

د دې ماڼۍ د بیاجوړولو لومړی پړاو د سږ کال په جوزا کې پیل شو.

ولسمشر غني د دارلامان ماڼۍ د لومړۍ برخې د کار پر بشپړېدو خوښي ښکاره کړه، ویې ویل چې دا ماڼۍ د افغان انجینیرانو له لوري په ۳۰ زره ډالره پاک شو، حال دا چې بهرنیو انجنیرانو د دې کار لګښت یو ملیون ډالره اټکل کړی و.

د ښارجوړونې وزیر سعادت منصور نادري وايي چې تراوسه پوري د دارالامان ماڼۍ د بیارغونې چارې له مهالوېش سره سمې پر مخ درومي.

ده وویل چې د دې ماڼۍ پر بیاجوړولو ۱۰۰ تنه ځوان افغان انجینیران کار کوي. د هغوی په منځ کې ۲۵ نجونې او یو شمېر معلولان هم شامل دي.

همدا انجینیران د دارلامان ماڼۍ له جوړولو وروسته غواړي چې د کابل د تاج بېک، د جلال اباد شاهي قصر، د کابل پُل خشتي جومات، د شاه امان الله قاضي مقبره، د هرات جامع جومات،، د سردار داوود خان مقبره، د مزارشریف د سخي زیارت، د دیپلوماتانو ښارګوټی، د وزیرانو مېنه او په ولسوالیو کې ۱۲۶ جوماتونه جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *