تاند- په افغانستان کې د درملو په ځانګړي ډول له پاکستانه د واردېدونکو درملو د کیفیت په اړه د خلکو له کلونو شکایتونو وروسته د افغانستان ولسمشر وویل چې یوه پلاوي ته یې دنده سپارلې چې د ملکي او پوځي ادارو لپاره د هند له معتبرو درمل جوړوونکو کمپنیو درمل وپېري.
ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د کابل د یو شمېر پوځي او ملکي روغتونونو له ډاکترانو او کارکوونکو سره په کتنه کې وویل.«بې کیفیته درمل د ډاکتر او ناروغ ترمنځ یوه اساسي ستونزه جوړه کړې ده. په دې برخه کې د تدارکاتو قانون بدل شوی او له دې وروسته باید د ښه کیفیت درمل وپېرل شي.»
د افغانستان د درملو په بازار کې د پرېمانه بې کیفیته او جعلي درملو د موجودیت له کبله پر افغان ډاکترانو د ناروغانو اعتبار کمزوری شوی او یو شمېر ناروغان د خورا معمولي ناروغیو د درملنې لپاره پاکستان ته ځي. له دې درکه افغانستان هر کال په سلګونو ملیون ډالره زیان کوي.
د افغانستان د درملګرو او درمل پلورونکو د اتحادیې د شمېرنو له مخې، افغانستان هر کال د کابو ۴۰۰ ملیون ډالرو په ارزښت درمل له پاکستانه واردوي. د پاکستان درمل ارزانه تمامېږي خو اکثره بې کیفیته دوا هم له پاکستانه راځي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د طب په برخه کې ستونزې زیاتې وبللې، ویې ویل چې د بې کیفیته درملو ترڅنګ، د روغتونونو ناسمه اداره، د روغتونونو د ودانیو ناسمه معماري، د نرسانو کمښت، د روغتونو نه څارنه، د طبي خدماتو وړیا والی او د یوه څارونکي روغتیايي پلاوي نشتوالی سبب شوی چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې ستونزې زیاتې شي.
ویل کېږي چې افغانستان ته ډېر درمل په قاچاقي لارو راځي او اکثره قاچاقي درمل جعلي دي.
له ولسمشر غني سره د لوی اختر په مناسبت په کتنه کې افغان ډاکترانو د طبابت په برخه کې له اداري فساد سره د مبارزې، ډاکترانو ته د تحصیلي سکالرشیپونو د ورکولو، د طبابت په سیکتور کې د زیاتې پانګونې او طبي پوهنتونونو ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د اوس لپاره ښه نظر دی . د افغانستان د خلکو ژوند باید وژغورل شی.
چټلستان نه یواځی په مرمیو او انتحاری مجاهلینو زمونږ خلک وژنی بلکی د دوی درمل هم ټول زهر دی .
زما په نظر که د ستندرد او باکیفیته درملو فابریکی په افغانستان کی تاسیس شی نو د تل لپاره به دا معضله حل شی.