تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي نن په ارګ کې د دیني عالمانو د شورا له غړیو ته سره په غونډه کې وویل له دیني عالمانو وغوښتل چې د جوماتونو او منبرونو له لارې د سولې آواز پورته کړي.
ولسمشر غني دا خبره نن په داسي حال کې وکړه چې وسله والو طالبانو په وروستیو ورځو کې بمي او ځانمرګو بریدونو ته زور ورکړی او په دغو بریدونو کې یې په لسګونو افغانان وژلي یا ټپیان کړي دي.
ولسمشر غني د عالمانو د سراسري شورا غړو ته په خطاب کې وویل، زموږ او تاسو هدف دا دی چې افغانستان له فقر او د نورو له احتیاج څخه خلاص کړو او په دې لاره کې هر قدم چې اخلو باید چې ډیر ټینګ او استوار وي ترڅو وکولای شو افغانانو ته سوکالي ور په برخه کړو.
ولسمشر غني وویل، د دې خاورې فکري اساس د اسلام د مقدس دین د لار ښوونو پربنسټ ایښودل شوی دی، د نوي حکومت موخه دا ده چې د هرې ورځې په تېرېدو سره ارګ او جومات سره لا نیږدې کړو.
د افغانستان ولسمشر د سولې ټینګښت د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله، ویې ویل، په راتلونکي کال کې زموږ بنیادي هدف سوله ده، یعنې سوله له هر هغه افغان سره چې سیاسي مخالفت لري او په ملي وحدت باور لري. ولسمشر غني څرګنده کړه هر هغه څوک چې سوله نه مني باید چې منزوي شي.
په دې غونډه کې د افغانستان د دیني عالمانو شورا خپله اعلامیه اعلان کړه. په دې اعلامیه کې د پکتیکا ولایت د یحیی خیلو په ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د کږې په جامع جومات او د کابل ـ جلال آباد په لویه لاره کې ترسره شوي تروریستي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي او هغه د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو پر خلاف عملونه بلل شوي دي.
دغه اعلامیه په هېواد کې د سراسري سولې او امنیت ټینګښت د افغان ولس یوه حیاتي اړتیا بولي او ټینګار کوي چې د حکومت په کاري لومړیتوب کې باید د سولې ټینګښت ځای ولري.
د افغانستان ولسمشر د هېواد د عالمانو د سراسري شورا د اعلامیې د هرکلي په ترڅ کې د پکتیکا، ننګرهار او د کابل ـ جلال آباد په لویه لاره کې ترسره شوي تروریستي بریدونه د قرآن عظیم الشان او د نبي کریم (ص) د لارښوونو پرخلاف عملونه وبلل، وې ویل: مسلمان هیڅکله هم بل مسلمان نه وژني، مسلمان ماشوم نه وژني، مسلمان په جومات کې چې د خدای کور دی بم نه ږدي.