تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د هیواد ټولو ملاامامانو ته به د کمپیوټر د زده کړې ځانګړي کورسونه جوړ کړي.
ولسمشر غني نن /سې شنبه/ د حضرت رسول اکرم (ص) د میلاد په مناسبت غونډې ته په وینا کې وویل، د حج او اوقاف وزارت ته لارښوونه کوي چې د ټولو ولایتونو د حج او اوقاف ریاستونو ته دنده وسپاري چې د جوماتونو ملاامامانو ته د کمپیوټر د زده کړې ځانګړي کورسونه جوړ کړي.
ښاغلي غني وویل، د دې کار هدف دا دی چې ملاامامان د نړۍ له پېښو په وخت خبر شي.
ولسمشر همداراز د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې ته امر وکړ چې له دې ایسته د ولایتي شوراګانو په غونډو کې د هر ولایت د علماوو د شورا ريیسانو ته د ګډون زمینه برابره کړي څو هغوی د خپل ولایت په چارو کې دخیل وي.
ولسمشر دا هم وویل چې د حج او اوقاف وزارت به د ملاامامانو او خطیبانو د حج سهمیه زیاته کړي او د حج معلمان هم د دوی له منځه غوره کړي.