تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو معاش به په سلو کې ۳۰ زیات کړي.
ولسمشر غني پرون /یکشنبه/ د پکتیکا د سفر په لړ کې له خلکو سره د کتنو په لړ کې وویل، د ښځینه قاضیانو او څارنوالانو نشتوالی یوه لویه ستونزه ده او حکومت هغو ښځینه قاضیانو او څارنوالانو ته چې غواړي په پکتیکا کې خدمت وکړي، زیات امتیازونه ورکوي.
پکتیکا یو له هغو وروسته پاتې ولایتونو څخه دی چې ښځینه ډاکترانې هم نه لري یا خورا لږې دي.
ولسمشر غني همداراز وویل، مسلکي ښځینه ښوونکو ته هم اضافي معاش ورکول کېږي او د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو معاش به تر ۳۰ سلنې پورې زیات کړي.
ولسمشر غني د دې سفر په لړ کې دوهم درجه ولایت ته د پکتیکا د لوړولو په شمول د یو لړ انکشافي کارونو اعلان وکړ. (تفصیل دلته ولولئ)