تاند- د افغانستان ولسمشر دا خبره رد کړه چې ګنې امریکايي پوځیانو ته یې اجازه ورکړې ده چې د شپې په مخه عملیات وکړي.

ده وویل په دې اړه رسنیو ناسم معلومات خپاره کړي او څه چې ده ویلي هغه دا دي چې پر ټولو انتخابونو دې له سره غور وشي او وروسته دې نهايي راپور ده ته وسپارل شي چې پرېکړه وکړي.

د امریکايي پوځیانو له لوري د شپې پر عملیاتو اکثره افغانان انتقاد لري او وايي چې په دغو عملیاتو کې عموماً بې ګناه خلک وژل کېږي او د افغانانو د کورونو پر حریم تېری کېږي.

د امریکايي پوځیانو له لوري د شپې په مخه د خورا بېروونکو او وحشیانه یرغلونو تصویرونه په رسنیو کې په پراخه پیمانه مهعکس شوي او د خلکو غوسې یې پارولي دي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي له دې ډول عملیاتو سره د کلک مخالفت له کبله په خلکو کې زیات ملاتړ ترلاسه کړ. د حامد کرزي په وینا له امریکا سره د ده د اختلاف یو اصلي علت د شپې په مخه د افغانانو پر کورونو بریدونه ول.

د کابینې د ځنډېدو وجه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د کابینې د غړیو دعلان د دې لپاره ځنډول شوی چې د اجرايي رييس د صلاحیت او واک پر سر بحثونه دوام لري.

ښاغلي غني په لندن کې په یوه مرکه کې وویل، پکار وه چې د نوي حکومت له جوړېدا راوروسته تراوسه پوري پر پر زیاتو قوانینو بیا کتنه شوې وای څو د نوي اجرايي ريیس واک د افغانستان د قوانینو په چوکاټ کې په ګوته شوی وای خو دا ستونزه اوس حل شوې دهږ

ده د کابینې د ځنډ بل دلیل د نوې کابینې د غړیو لپاره د معیارونو ټاکل وبلل، ویې ویل چې په دط اړه زیات بحثونه شوي چې ایا هغه کسان چې په پخوانۍ کابینه کې ول په نوې کابینه کې هم غړیتوب لرلی شی او که نه شي.

ده واضح کړه چې په نوې کابینه کې به نوې څېرې غړیتوب ولري او د پخوانۍ کابینې غړي به پکې نه وي.

ولسمشر غني د نوې کابینې په اعلان کې د خڼد بل دلیل د افغانستان د وزارتونو جوړښت وباله، ویې ویل چې پر هر وزارت له سره غور وشو، پروګرامونه او پلانونه یې وڅېړل شول او اوس د هغو پلانونو لپاره مناسب شخصیتونه غوره کېږي.

د افغانستان ولسمشر دا خبره رد کړه چې ګنې امریکايي پوځیانو ته یې اجازه ورکړې ده چې د شپې په مخه عملیات وکړي.

6 thoughts on “ولسمشر غني وايي چې د کابینې اعلان په درو علتونو ځنډېدلی دی”
  1. ښاغلی ولسمشره:

    مونږ پوهیږو چی ستا مجبوریتونه ډیر دی او هغه څه چی تاسو یی د خپل هیواد لپاره غواړی ، نور یی نه درسره منی او له بلی خوا د نورو ډلو او سیاستوالو شخصی ، سمتی او ژبنی ګټی پر ملی ګټو مهمی دی او دوی نه غواړی له هغو تیر شی او له تاسو سره همکاری وکړی.
    زما په نظر که تاسو له هغو کسانو، سیاستوالو او مشرانو سره چی له تاسو سره یی د انتخاباتی کپاین په وخت کی مرسته کړی او خپل ځانونه یی له خطر سره مخامخ کړی دی ، خپلی همکاری ته دوام ورکړی او هغوی د خپل ځان په شاوخوا راټول وساتی نو ستاسو ملاتړ کوونکی به بیرته زیات شی ، هغوی به ښه نظریات او وړاندیزونه درسره شریک کړی او ستاسو په راتلونکو پروګرامونو او د هغوی په عملی کولو کی به مرسته درسره وکړی.
    که چیری ستاسو اختلافات له مقابل لوری سره ژور وی او عجالتا د حل کومه لار موندنه ورته ناممکنه وی ، ښه به داوی چی په موقتی ډول په ځینو مسایلو جوړښت وشی او یوه کابینه جوړه او خپل کارونه پیل کړی ، تاسو کولای شی په راتلونکی کال کی د کارونه د تداخل، مشابهت ، د تشکیلاتو د کمولو په باب د ضررت په وخت کی د بودجی له محدودیت سره نوی شکیلات جوړ او په تدریج سره هغه عملی کړی.
    اوس ستاسو مسوولیتونه او وجایب مشترک شوی دی، څومره به ښه وی چی دواړه لوری ملی منافع په نظر کی ونیسی او د ضرورت په وخت کی په ځینو مسایلو سازش او توافق سره وشی چی دا به ستاسو د دواړو لوریو د بریالیتوب سبب شی.
    زمونږ له روڼ آندو او نورو تحصیل کړیو خلکو هم د معجزی تمه مه کوی، بنا که کوم څوک اشتباه کوی او یا خپل کارونه سم پر مخ نشی بوولی باید له هغوی سره په نرمښت چلند وشی او د کارونو د سموالی لپاره سمه لارښوونه ورته وشی او په تدریج سره به د هغوی کارونه سمه نتیجه ورکړی. کوم کسان چی له خپلی دندی سوی استفاده کوی او یا مکررا اشتباه ګانی مرتکب کیږی بیا کیدای شی له دندی لری او یا کوم بل ځای ته تبدیل شی.
    د امکان تر حده پوری له پخوانیو مامورینو او نظامی افسرانو نه کارواخلی ،دو د دی خوار او مظلوم ملت سرمایه ده ، په هغوی هم د دی هیواد له بودجی مصرف شوی او له بلی خوا دهغوی تجربه هیواد ته مفیده تمامیږی او د هغوی ترڅنګ نوی نسل د وطندوستی په روحیه باید وروزل شی. کوم تشدد او افراطیت چی له دولتی مامورینو سره پخوانیو رژیمونو کړی و باید له هغوی نه عبرت واخیستل شی او پرځای یی یو معتدل اما فعال او مسوولیت قبلونکی پالیسی غوره شی او هر دولتی کارمند باید د خپلی دندی مسوولیت هم په غاړه واخلی.
    که امکان ولری د جمهوری ریاست په چوکاټ کی یو داسی دفتر پرانیزی چی د ولس وړاندیزونه ، انتقادونه او نیوکی او شکایات راټول او مهم او ضروری بحثونه له تاسو سره شریک کړی چی دا به د ولس او ستاسو ترمنځ د یوپل حیثیت ولری.
    له تاند نه هیله کیږی چی زما وړاندیزونه نشر او د مسوولو ارګانونو غوږ ته یی ورسوی.
    په درناوی حضرت سهاک

  2. Hasi babulali wai, ai wazrat kharija ta manasib kas Rabani de, wazarat kharija ta biad dasi kas intikhab she chi da Rabani da omer pa andaza tajruba pa sisat ki walari………Ghani Jana Takra Sha Afghanit khu de ra sakha wakhist, Lalagan da Afghanistan num sara hum hasasiat lari hagha hum warta pa Khurasan badal ka. Laka Karzi chi da khapali choki lapara Pakhtana gharq ka, os sta number de bidRa shaw, chi Pukhtun darana sar JIK na kari.

  3. دملت مهر بان اولسمشره؟
    داجرايه ريس به اساسي قانون كي خاي نه لري داجه به اساسي قانون كي خاي ونه لري وظيفه وي صلا حيتونه هم نه لري .
    داجه أجرا يؤي بوست ستا به فر مان منخ ته راغلي او أجرا يؤي ريس ستا به فر مان مقرر شوي كولي شي جه بيا هم به فرمان سره دده وظيفوي صلاحيتونه تعين كري.
    ته دا صلاحيت هم لري جه فرمانونه صادر او لغوه هم كري.
    صرف دومره عرض لرم أوملت هم دي متوجه دي جه تا دملت سره وعده كري وه جه قانون اساسي به خما معيار دكار أوسي هر عمل به داساسي قانون به جوكات كي وي نه خارج دقانون اساسي خخه.
    داجه ته قانون اساسي ته احترام وكري تول ملت به تا ته احترام ولري
    دا اوس هم داساسي قانون ( 4) او (56(ماده دبشو لاندي كيدو نكي ده صرف ملت دستا داجرا تو ته ستركي به لاره دي.

  4. جلالتماب ولسمشره! ستا حالت موږ ډیر ښه درک کولی شو او ستا په ټولو مجبوریتون ښه پوهیږو لکن د عوامو داذهانو د روښانولو لپاره ددوی په ژبه باید وخت په وخت تازه معلومات ورسره شریک شی، تر څو سیاسیون له دداسی وضعی نه داستفادی په سر بله استفاده ونه کړی

  5. دغه لاندی لیکنه د کا بله یو با احساسه ا فغان ده.

    «زه په وړکتوب کې یتیم شوم، جوالیتوب مې هم کړی دی، په ستلونو کې مې نانوایانو او د ښار سماوارچیانو ته له ژورو څاګانو اوبه را اېستلې دي او د ورځې مې شل افغانۍ روزانه کړې ده. په اصلاح سقاوي مې هم کړې ده.
    لوڅې پښې ګرځېدلی یم.وږې خېټه او بې دوا رنځ مې هم تجربه کړې دی. لوږې، بې چارګۍ، بېوزلۍ، نیستۍ او دربدرۍ د خپل هېواد پر لمن د بسیا انسان له درد او غم سره خورا ښه اشنا کړی یم.
    افغانستان راته ګران وو، افغانستان مې د ایمان برخه وه، افغانستان مې د ناموس ستر وو، افغانستان مې د اجدادو هدیره وه، افغانستان مې د بچو د نیکمرغۍ نسخه وه، افغانستان مې یوازینۍ هستي وه، چې زه او زما فکر په کې زېږېدلی او روزل شوی وو او افغانستان مې هر څه دی .
    کله چې به مې سوچ کاوه چې د محشر ورځ به کومه ورځ وي، یو ځل به ورېږدېدم او له ځان سره به مې وویل: د افغانستان نشتوالی به د اسرافیل شپېلۍ وي، چې افغانستان نه وي جهان نشته. دا خاورینه کره نشته او هماغه ورځ د محشر ورځ ده، هماغه ورځ قیامت دی، هماغه ورځ هر څه ختم دي. اوس هم د افغانستان سر ته خطر د قیامت او محشر علامه او نښانه بولم .
    د حامد کرزي ځینې ملي دریځونو قناعت راکړی وو، خو د حکومت او حاکمیت برخه یې ونه ګرزېدلم. د جناب ډاکتر محمد اشرف غني په بري یو کال وړاندې خبر وم، ځکه له نړیوالو پوځیانو څخه افغاني ظرفیتونو ته د انتقال ماموریت څه وړوکی ماموریت نه وو، څوک چې لږ سیاسي شعور ولري پوهېږي چې د دې ډول ماموریت عاقبت څنګه نتیجه لري؟
    زه په غني کې دا ځواک نه وینم چې د ملي بقا په سنګر کې داسې ملهم شي، چې ګنې د جواسیسو جراثیم د زخم له ژورو ریښو څخه منع کړي .
    غني پاک انسان دی، اکاډمیک کادر دی، هېڅوک هم پر هغه باندې د جفا او خطا تور نه شي لګولای، خو غني عالم دی او په اکاډمیک ډګر کې یې ژوند تېر شوی دی، ځواني یې هم علمي هڅو او منډو خوړلې ده او د بوډاتوب کوچ یې هم اکاډمیک تحقیق ورڅخه ټول کړی دی .
    سیاست د جمناستیک لوبه ده چې په آن واحد کې په سلهاوو مانورونه غواړي، غني د سیاست په کږو کوڅو کې جمناستیکي لوبه نه شي کولای .
    راځئ له سره داسې انتظام جوړ کړو، چې ټول واحد افغان ملت غه بهرنۍ دسیسې ته متوجه کړو، چې وکولای شي تر څو د واحد افغان ملت لپاره د واحد حکومتي زعامت او قیادت خالیګاه ژر تر ژره ډکه شي .
    ما چې د شپې په خاموشۍ کې د تور دیب کومه ډارونکې څېره لیدلې وه، هغه بربنډه شوه، هغه اوس تاسې ټول وینئ .
    د افغانستان اساسي قانون چې له یوې اوږدې بې ثباتۍ وروسته د دې هېواد د بقا لپاره یوازینۍ د اعتماد وړ نسخه وه، عملا ا له داسې ګواښ سره مخامخ دی چې ټوله څېره یې د فراکسیون بازۍ په نوکارو باندې زخمي کېږي . هېواد عملا ا د یوه دوه سره حکومت لخوا تر تهدید لاندې دی .
    نن مې په مطبوعاتو کې د جناب جمهور رئیس او ډاکتر عبدالله عکسونه ولیدل چې د ناټو له عمومي منشي سره یې اخستي وو. داسې ښکارېدل لکه یوې خوا ته چې د فلسطین محمود عباس ولاړ وي او بلې خوا ته د اسرائیلو بنیامین . داسې لکه یوې خوا ته چې د عراق صدراعظم ولاړ وي او بلې خوا ته د ترکیې جمهور رئیس، داسې مې انګېرل چې یوې خوا ته نریندرا مودي ولاړ دی او بلې خوا ته نوزا شریف . یو هېواد، یو قانون، یو حکومت او دوه سره نماینده ګي، دا څه معنی؟.
    زه په دغه تصویر کې فاجعه وینم، زه په دغه تصویر کې د افغانستان جنازه وینم، زه په دغه تصویر کې د سپکاوي منظره وینم، افغانستان ته په کې بې حرمتي وینم . موږ یو ملت یو، موږ یو ملت وو او موږ به یو ملت واؤسو. د تاجک شرف، د ازبک عزت، د پښتون هویت، د هزاره حیثیت، متحد افغانستان دی .
    که اوس هم جمهور رئیس خپل هغه واکونه چې اساسي قانون ورکړي دي په خپل لاس کې واخلي او د خپل هغه تحلیف پر اساس چې د اساسي قانون د ساتنې لپاره یې د لوی خدای )ج( په نامه کړی دی، وفادار پاتې شي، زه یې چپړاسي یم !
    په یوه فرمان مقرر شوي دې، په بل فرمان د افغانستان د بې عزتۍ له کاروباره وګرزول شي، دا یې دنده ده . زما اختلاف د افغانستان له مخالفینو سره دی او وه به اؤسي.«

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *