تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی وايي چې د هلمند د خلکو د ستونزو د حل کولو لپاره به په لنډ وخت کې جدي اقدامات وکړي.
ده نن په ارګ کې د هلمند ولایت د یو شمېر قومي مشرانو او سپینږیرو د ستونزو له اورېدو وروسته وویل چې هلمند یو له هغو څلورو ولایتونو څخه دی چې ژر به د هغه د ستونزو د اوارولو لپاره هر اړخیز او جدي اقدامات وکړي.
ولسمشر د هلمند له مشرانو وغوښتل چې یوه جرګه جوړه کړي څو له هغو سره په مشوره د هلمند د ټولو مشکلاتو غم وخوړل شي.
ده سوله او ثبات د افغانستان اساسي اړتیا وبلله، ویې ویل چې سوله او امنیت د خلکو له مرستې پرته نه شي راتلای.
د افغانستان ولسمشر په سوله او پخلاینه کې د دیني عالمانو رول ته په اشارې د هلمند او نورو ولایتونو له عالمانو وغوښتل چې د سولې ږغ د جوماتونو له منبرونو پورته کړي.
د هلمند قومي مشرانو ولسمشر ته په خپل ولایت کې له فساده شکایت وکړ، ویې ویل چې له فساده پاکه اداره غواړي.
دوی د سولې ترڅنګ د هلمند پوهنتون لپاره د ودانۍ د جوړېدو غوښتنه وکړه.
په وروستیو څو میاشتو کې د هلمند په یو شمېر ولسوالیو لکه سنګین او نوزاد کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې شوي دي. وسله وال طالبان هڅه کوي له هغې خلا څخه استفاده وکړي چې له هلمند څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته شوې ده.
هلمندي فعال ښاغلي مطیع الله له ولسمشره د هلمندیانو د معارف وضعې ته د پام او ځوانانو ته یې د سکالرشیپونو غوښتنه وکړه.
This is exactly how a president should be, he is making town meetings with people and ask them to cooperate.
هرهغه ورورسه مننه او تشکری کوم چی دخپل ولایت او دخپلو ورورنو دهوسایی کوششونه کوی او داسی نه وی چی خاص دخپل دشهرت لپاره مخ مخ ته کیزی او اخیر هیچ هم ونه کی صرف دنامه دپاره وی