تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، وزارتونو په سلو کې ۵۵ بودجه مصرف کړې خو په راتلونکي کال کې به تر دې زیاته بودجه ولګوي.
په تېرو کلونو کې ځینو وزارتونو حتي په سلو کې ۲۰ بودجه هم نه ده مصرف کړې.
ښاغلي غني نن /پنجشنبه/ د هیواد د جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له استازو سره په غونډه کې د بودجې، امنیت، بنیادي پروژو، د امنیتي ځواکونو د تجهیز او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
ده وویل، له راتلونکي کاله به حکومت د خپلو کارونو حساب ملت ته وړاندې کړي.
ولسمشر غني وویل، ۱۳۹۴ لمریز کال د افغانستان د بقا کال و، په دې کال کې جګړه سخته شوه چې ستونزې یې زیاتې کړې.
ده وویل دفاعي او امنیتي خواکونو په تېرو دوو میاشتو کې هره شپه ۵ ځانګړي عملیاته کړي دي.
ښاغلي غني وویل چې امنیتي ځواکونو په ځانګړي ډول په ننګرهار کې د داعش تروریستي ډله ځپلې، د هغې پوځي مرکزونه او راډیو یې له منځه وړې او د دې ډلې تر پوره ختمېدا به عملیاتو ته دوام ورکړي.
ښاغلي غني د سولې په برخه کې د پرمختګونو یادونه وکړه، ویې ویل چې سولې ته هیلې ډېرې دي.
د افغانستان ولسمشر وویل چې ۲۱ بندونه به جوړ شي او ورسره به د افغانانو ستونزې کمې شي. دا بندونه به ډېرې مځکې خړوبې کړي.
ده وویل چې حکومت د بخش اباد (فراه)، کمال خان (نیمروز) او هلمند بندونو ته لومړیتوب ورکوي او پر دې سربېره د ټاپي په شان سترو اقتصادي پروژو ته پام لري.
ولسمشر غني وویل چې په روان ۱۳۹۴ لمریز کال کې د افغانستان کورني عواید په سلو کې ۲۲ زیات شوي او دا په ادارو کې اصلاحاتو ته د حکومت د ژمنتیا ښودنه کوي.
ده دا هم وویل چې د وارسا او بروکسل په راتلونکو غونډو کې به له افغانستان سره د پوځي او انکشافي مرستو په باب خبرې وکړي.
ولسمشر غني یادونه وکړه چې په ښو وسلو د افغان امنیتي ځواکونو د سمبالولو لپاره یې د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره ۱۷ ځلي د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې کړي او د مرستو ژمنې یې ورڅخه اخیستي دي.
په دې ناسته کې اجرايي ريیس عبدالله هم خبرې وکړې او د ولسي او مشرانو جرګو استازو د خپلو ولایتونو د ستونزو او غوښتنو په اړه څرګندونې وکړې.