تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغان ښځو اوس په ټولنه کې ځان ته مهم ځای او موقعیت موندلی دی.

ولسمشر غني له سي این این تلویزیون سره په مرکه کې وویل«زموږ د لسو وزارتونو مرستیالانې ښځې دي، ۳ ښځې وزیرانې لرو او ۵ سفیرانې. د دوی فعالیت مخ په زیاتېدو دی. دوی د سولې د بهیر په هره برخه کې برخه اخلي.»

ښاغلي غني، چې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې له وړاندیزونو وروسته د پنجشنبې په ورځ سي این این له کرسچین امانپور سره خبرې کولې، د سولې پر پروسې، د افغانستان امنیت ته د طالبانو او نورو سختدریځو ډلو د خطر، د افغان ښځو ازادیو ته د طالبانو د خطر، پاکستان او طالبانو ته د وړاندیزونو په باب پوښتنو ته ځوابونه وویل.

طالبانو تراوسه پورې د سولې په اړه د ولسمشر غني وړاندیزونو ته مثبت یا منفي ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان ولسمشر د پاکستان په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې امریکا پر پاکستان فشار زیات کړ او مالي مرستې یې پرې بندې کړې خو عملاً یې نتیجه نه ده ورکړې، وویل:

«موږ له پاکستان سره د هراړخیزو خبرو وړاندیز وکړ او پرون ما اعلان وکړ چې افغانستان لېواله دی چې پر یوه پلان موافقه وکړي چې پر اساس یې دوه ملیونه او ۲ لکه افغانان چې په پاکستان کې اوسي خپل هیواد ته راستانه شي. پاکستان ته پکار ده چې په خپلو پالیسیو کې انتخاب وکړي. د دغه هیواد اقدامات سبب شوي چې دا هیواد منزوي شي. د پاکستان ملي، دولتي او سیمه ییزې ګټې تقاضا کوي چې سمه لار غوره کړي.»

ښاغلي غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دولت وسله وال مخالفان یې په ښارونو کې انتحاري او بمي بریدونه کوي او زیاتې وینې تویوي، ایا دا د ده د حکومت کمزورتیا نه ده؟ وویل چې دا ډول اقدامات د پیاوړتیا نه بلکې کمزورتیا او نهیلۍ ښکارندويي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *