تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د متحده عربي اماراتو له سفره وروسته د هند امرتسر ښار ته ورسېد چې د افغانستان په اړه په اسیا زړه کنفرانس کې ګډون وکړي.
د افغانستان او هند مشران به په اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ نن ماښام د هند په امرتسر ښار کې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.
په اسیا زړه کنفرانس کې، چې د افغانستان د ولسمشر او د هند د صدراعظم په مشرۍ جوړېږي، د نړۍ د ۴۰ هیوادونو وزیران او جګپوړي استازي ګډون کوي.
په دې غونډه کې د پاکستان د بهرنیو اړیکو سلاکار سرتاج عزیز برخه اخلي.
یوه جګپوړي افغان دیپلومات وویل، افغانستان په سیمه کې د امنیتي ستونزو په وړاندې د یوې ښې تعریف شوې تروریستی ضد ستراتیژۍ وړاندیز کوي.
ولسمشر غني هند ته تر روانېدو مخکې په متحده عربي اماراتو تر ګواښ لاندې کلتوري میراثونو په کنفرانس کې ګډون وکړ.
د دې کنفرانس برخوالو په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي چې تر ګواښ لاندې فرهنګي میراثونو د ساتنې په خاطر دې۱۰۰ میلیون ډالري وجهي صندوق جوړ شي.