اشرف غنی یک تکنوکرات دوراندیش که ۲۰ سال جلوتر از زمانش می‌اندیشد است

تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د جرمني د مونښن (مونیخ یا مونشن) په امنیتي کنفرانس کې وویل چې په افغانستان مشروعیت د انتخاباتو پر اساس دی.

«زما په هیواد کې مشروعیت اوس د انتخاباتو له لارې ترلاسه کېږي»

د افغانستان ولسمشر د تېر میلادي کال په انتخاباتو کې محمد اشرف غني په سلو کې ۵۶ رایې خپلې کړې خو د انتخاباتو له نتیجې سره د ده د سیال عبدالله عبدالله د مخالفت له کبله د ملي یووالي حکومت جوړ شو.

ښاغلي غني تاکید وکاوه چې اوس د افغانستان خلک غواړي چې تلپاتې سوله ولري څو دوی او بچیان یې نورمال ژوند ولري.

د ده په وینا د افغانستان امنیت مضبوط شوی دی.

ولسمشر غني په عین حال کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش، القاعده او نورو سرزورو ډلو پر ضد پر مبارزې ټینګار وکړ.

سږ کال د جرمني د مونښن په امنیتي کنفرانس کې ډېر پام د اوکراین د ختیځ کړکېچ او په هغه کې د روسیې رول او دغه راز په سوریه او عراق کې د داعش فعالیتونو ته دی.

One thought on “ولسمشر غني: په افغانستان کې مشروعیت د انتخاباتو له لارې ترلاسه کېږي”
  1. انتخابات خو افغانستان کی بی آبه شول
    زما پوښتنه داده چی آیا دانتخاباتو نتیجه
    دملی وحدت حکومت وی؟؟!

ځواب دلته پرېږدئ