تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /یکشنبه/ په جلال اباد کې په ۲۰۰ هکتاره مځکه کې د ختیځ زون لپاره د ۱۰۰۰ بستري روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.
ښاغلی غني نن سهار د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار ته ولاړ.
ارګ وايي، ولسمشر به د دې سفر په لړ کې د ختیځ زون د زر بستري روغتون د بنسټ د ډبرې د ایښودو ترڅنګ د ننګرهار له مشرانو، دیني عالمانو او نورو استازو سره وویني.
په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي«جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د ختیځ زون د زربستریز روغتون د بنسټ ډبرې د کېښودو تر څنګ، د دغه ولایت له مشرانو، علماوو، د پوهنتون او ښوونځیو له استادانو، ولسوالانو، د ولایتي شورا له وکیلانو، ځوانانو او د مدني ټولنې د بنسـټونو له استازو، ښځو، د شهیدانو له کورنیو، سوداګرو او صنعتکارانو، د ګذر وکیلانو او اصنافو، نظامي او امنیتي مسولانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره جلا جلا لیدنې کتنې ولري»
ولسمشر غني تر دې وړاندې هرات، بلخ او څو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي او د دغو ولایتونو له استازو او مشرانو سره یې د هغوی د ولایتونو پر ستونزو خبرې کړي دي.
په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې ښاغلی غني به تر کله پورې په ننګرهار کې باتې شي.