تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ وویل چې په سلګونو افغان پېلوټان په امریکا کې تر روزنې لاندې دي.

ولسمشر غني وویل چې د امریکا ولسمشر د افغانستان له هوايي ځواک سره د ۸۶۰ ملیون ډالرو مرسته کړې او تر ۲۰۱۸ م کال پورې به افغان هوايي ځواک په امریکايي الوتکو سمبال شي.

ښاغلي غني د افغان هوايي ځواک د ستونزو په اړه وویل، دا چې تراوسه پورې د افغانستان هوايي ځواکونه سم تجهیز شوی نه دی، علت یې دا دی چې امریکا پر روسیې بندیزونه ولګول او په نتیجه کې یې هغه پروګرام لغوه شو چې پر اساس به یې د افغانستان هوايي ځواک ته روسي الوتکې پېرودل کېدې.

د روسي الوتکو لپاره په لسګونو افغان پېلوټان په ډېر مصرف په امریکا، دوبۍ او چک جمهوریت کې وروزل شول خو وروسته له دې چې د اوکراین پر سر د امریکا او روسیې اړیکې خرابې شوې او امریکا پر روسیې بندیزونه ولګول د کانګریس غړیو د امریکا په پیسو افغان ځواکونو ته د روسي هیلي کوپترو د رانیولو مخه ونیوله.

ولسمشر غني په دې غونډه کې د خپلو سیاسي مخالفانو وروستیو انتقادونو ته هم ځواب ووایه، هغوی یې چلینج کړل چې «دا ګز و دا میدان» خپل اصلاحي پروګرامونه وړاندې کړي او یا یوه پنځه سوه ملیون ډالري پروژه اجرا کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *