تاند، شنبه د سنبلې ۲ مه؛ افغان ولسمشر محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن ماسپښین د رسمي سفر په موخه سعودي عربستان ته ولاړ.

له ارګه په دې تړاږ تاند ته را استول شوې خبرپاڼه وایي، ټاکل شوې چې ولسمشر غني او ملګری پلاوی به یې د دغه سفر په لړ کې مکې معظمې ته د عمرې مراسمو د پرځای کولو تر څنګ د دغه هیواد له پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز او یو شمیر نورو چارواکو سره جلا جلا کتنې ولري.

ارګ د لیدنو او سفر د موخې په اړه جزیات نه دي ورکړي خودا په داسې حال کې ده چې د سولې د نهم پړاو خبرې پیل شوي او طالبانو ویلي چې تر دوه ورځو به یې پایلې معلومې شي.

سعودي د طالبانو حامي هیواد بلل کېږي چې ویل کیږي پر دغه ډله یې لا هم خپل نفوذ ساتلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *