تاند- ولسمشر غني نن /شنبه/ په هرات کې د نساجي فابریکې د پرانیستنې په مراسمو کې وویل، د پاچا امان الله خان د تاریخي فصل د بشپړولو وخت دی.

ښاغلي غني چې، د افغانستان د خپلواکۍ له ۹۸ کالیزې سره په یو وخت هرات ښار ته تللی، وویل «نن دوې پېښې له یو بل سره غوټه شوې. سیاسي ازادي او اقتصادي ازادي؛ سیاسي ازادي د ملي اتل غازي امان الله خان په توره ترلاسه شوه او اقتصادي ازادي په صنعتي پارک کې په پانګونې بیا پیلوو.»

ولسمشر له افغان پانګوالو او پانګوونکو وغوښتل چې خپلې پیسې له هیواده ونه باسي او په خپله خاوره کې پانګونه وکړي.

ده وویل« د اسد اته ویشتمه نېټه دې مهمې پوښتنې ته د ځواب ورکولو یو فرصت دی چې زموږ د تاریخ دغه زرین باب ولې نیمګړی پاتې شو؟ د ثبات، ترقي او سوکالي سفر مو ولې په منظم ډول دوام پیدا نکړ او هغو مقصدونو ته لا ولې نه یو رسېدلي چې کابو سل کاله پخوا، د استقلال د ګټلو په وخت زموږ نیکونو لرل؟ ولې لا تر اوسه پورې نورو ته محتاج پاتې یو؟ او خلک مو لا مجبور دي چې په فقر او بېوزلۍ کې ژوند وکړي؟»

 ولسمشر غني د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کالیزې لپاره په ترتیب شویو مراسمو کې هم ګډون وکړ.

ولسمشر وویل« زموږ د خپلواکۍ ورځ که له یوې خوا د استقلال د ګټونکو د درناوي ورځ ده، له بلې خوا ، معاصر تاریخ ته د بیا کتنې او له خپلو کامیابیو او ناکامیو څخه د درس اخیستلو یو بهترین فرصت هم دی.»

ده زیاته کړه« د غازي امان الله خان روح ته سلام، هغه چا ته چې ده او ملګرو یې د وطن د استقلال بیرغ اوچت کړ، وطن یې د ترقي او انکشاف په لور روان کړ، د معارف مشالونه یې بل کړل او د دنیا له مختلفو هیوادونو سره یې د افغانستان د دوستانه روابطو بنسټ کېښود.»

په دې مراسمو کې د افغانستان یو ستر بیرغ، چې ویل کېږي یو ملیون افغانانو لاسلیک کړی دی، د حکومت د پروګرامونو د ملاتړ له پیغام سره ولسمشر غني ته ورکړل شو.

تر دې وړاندې ولسمشر غني په کابل کې د خپلواکۍ منار ته د ګلونو ګېډۍ کېښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *