تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، چې هند ته په دوه ورځني سفر تللی، وايي، په پاکستان کې هم جګړه روانه ده خو رسنۍ یې نه منعکس کوي.
ولسمشر غني، چې له هندي خبریالانو سره خبرې کولې، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل«په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې ۲ لکه ۷ زره پاکستاني پوځیان ځای پر ځای دي، پکار ده چې دا تاوتریخوالي منعکس شي، خلک پرې وپوهېږي او لازمه ده چې ودرول شي.»
ښاغلي غني دا خبره د دې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې ایا افغانستان به د خپلواک بلوچستان ملاتړ وکړي؟
ښاغلي غني وویل«موږ اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکارول شي، موږ له دې سره سره چې راباندې یرغل کېږي، د یوه مسوول دولت په څېر چلند کوو.»
ده زیاته کړه«ولي موږ اندېښنه لرو چې یو هیواد د دوو سترو ملتونو (افغان-هند) د سوداګرۍ مخه نیسي. خو په هر حال د چاه بهار په وسیله به انحصار پای ته ورسېږي. افغانستان د سوداګري راکړو ورکړو څلورلاری دی. نور یو ایسار او محاط هیواد نه دی، څوک چې غواړي موږ ایسار کړي او د لارو مخه مو ونیسي، په خپله به ایسار شي. افغانستان په وچه کې ایسار هیواد دی خو ازاد فکر کوي. پاکستان سمندر ته لار لري خو فکر یې داسي دی لکه چې په وچه کې ایسار وي.»
د افغانستان ولسمشر تېره اوونۍ پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د افغانستان او هند ترمنځ د واګې بندر له لارې د تجارتي راکړې ورکړې مخه ونه نیسي او که خنډ اچولو ته دوام ورکړي افغانستان به منځنۍ اسیا ته د پاکستاني لارو د تګ راتګ مخه ونیسي.