د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماښام د اجرائیه رئیس ‌ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ په پکتیا ولایت کې د وروستي تروریستي برید  څېړونکي پلاوي سره په ارګ کې وکتل.

په دغه کتنه کې چې د پکتیا والي شمیم کټوازي هم حضور درلود، په پیل کې پکتیا ولایت ته تللي پلاوي د یاد ولایت پر امنیه قوماندانۍ د تروریستي برید په اړه جمهور رئیس ته  د خپلو موندنو راپور وړاندې کړ.

یاد پلاوي وویل، د پکتیا ولایت پر امنیه قومندانۍ او د پولیسو په تعلیمي مرکز د وروستي تروریستي برید له امله زیانمې شوي ودانۍ بېړنۍ بیا رغونې ته اړتیا لري.

د پکتیا والي شمیم کټوازي د ټپیانو درملنې او د شهېدانو کورنیو ته د جمهوررئیس د ځانګړي پاملرنې مننه وکړه وې ویل: د پکتیا ولسونو تل د ملي یووالي حکومت ملاتړ کړی او پرون یې ټپیانو ته د خپلو وینو په ورکولو سره د هغوی ژوند وژغوره.

کټوازي وړاندیز وکړ چې د پکتیا ولایت امنیه قومندانۍ، د پولیسو تعلیمي مرکز او د ولایت زیانمې شوي ودانۍ دې په بېړني ډول ورغاول شي. هغه زیاته کړه حکومت باید د ټپیانو او شهیدانو له کورنیو سره د مرستې امکانات برابر او  هغوی ته رسیدګي وکړي.

شمیم کټوازي وویل، پکتیا ولایت په هره برخه په ځانګړي ډول د امنیت د ښه تامین، پرمختګ او انکشاف په برخو کې زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري.

جمهوررئیس غني یو ځل بیا د پکتیا والي او د یاد ولایت ولسونو ته د پروني تروریستي برید له امله د تسلیت او غمشریکي ترڅنګ د ملي فاع، کورنیو چارو، ښارجوړولو او مالیې وزارتونو او د سیمه ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې ددغه تروریستي برید له امله د زیانمنو شویو ودانیو د بیارغونې په برخه کې هراړخیزه بېړني اقدامات وکړي.

جمهوررئیس د هېواد امنیتي او دفاعي مسوولینو ته د ګردېز ښار د امنیت د ټینګښت لپاره لازمې لارښوونې وکړې. همدارنګه یې د پکتیا ولسونو او والي ته ډاډ ورکړ چې حکومت به په انکشافي برخه کې دغه ولایت ته بېړنۍ بسته منظور کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *