تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /پنجشنبه/ په دوشنبې کې د کاسا زر په غونډه کې له ازبکستان، ترکمنستان او نورو هیوادونو هم وغوښتل چې د انرژۍ په دې ستره سیمه ییزه پروژه کې شریک شي.

ده د کاسا زر پروژې له برخوالو وغوښتل چې د دې پروژې د بریالیتوب لپاره هڅې وکړي.

غني د سیمې د پرمختګ لپاره د دې پروژې د ګټو د یادونې په ترڅ کې وویل چې افغانستان به په خپله برخه کې هره هغه هڅه وکړي چې کاسا زر عملي شي او د کاغذ پر مخ پاتې نه شي.

ده کاسا زر د راتلونکي په لور لومړنی ګام وباله.

د کاسا زر پروژې د عملي کېدو په صورت کې به د منځنۍ اسیا برښنا پاکستان ته انتقال شي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د ګډې همکارۍ درې اړخیز کمیسیون جوړ شي چې د درو هیوادونو ترمنځ د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ګډه ستراتیژي عملي او انکشاف ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *