تاند، دوشنبه، د ثور ۱۵مه: ولسمشر غني په یو تازه ویډیويي پیغام کې د هېواد په پنځو نورو ولایتونو کې پر اړمنو د وچې ډوډۍ د وېش د پيل خبر ورکړ.

ولسمشر د ثور په لسمه د یو فرمان له مخې په بې وزلو د وچې ډوډۍ د وېش امر کړی و چې دا پروسه سمدواره په کابل کې پیل شوه او اوس پنځو نورو ولایتونو ته هم وغځول شوه.

تېره شپه ناوخته په تازه خپور کړي پیغام کې ولسمشر ویلي، د کورونا بحران له مله امنفي اقتصادي، ټولنیز او د بې وزلۍ شرایط درک کوي او حکومت په دې تړاو په پوره جدیت لاس په کار شوی دی: (( د وچې ډوډۍ د وېش لړۍ په مزار شریف، کندهار، کندوز، جلال اباد او هرات کې پيلېږي او نورو ولایتونو ته به هم وغځول شي.))

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي پر خپله ټویټر پاڼه لیکي چې حکومت په کابل او ولایتونو کې د بودیجې له تعدیل وروسته د وچې ډوډۍ د وېش لپاره ۶میلیارده او ۳۰۰ میلیونه افغانۍ په پام کې نیولې دي.

د شمروز خان مسجدي په وینا حکومت به د بودیجې تعدیل شوې بڼه ژر ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *