ولسمشر غني په یو دوه ورځني سفر نن پاکستان ته د کابل له لوري څلورو پيغامونو سره ولاړ.
ولسمشر وړمه ورځ د نظر له یو شمېر خاوندانو سره د دغه سفر په اړه مشورو کې ویلي وو، پاکستاني مشرانو سره به پر سیمه ییز اتصال، امنیت، سوداګرۍ وغږېږي او ترې وبه پوښتي چې طالبان کله د سولې خبرو ته حاضروي.
ولسمشر سره دغه سفر کې چې د پاکستان د صدراعظم په غوښتنه یې اسلام اباد ته کړی دی، ګڼ لوړ پوړي چارواکي هم په پلاوي کې تللي دي.
ولسمشر غني به نن د پاکستان له ولسمشر عارف علوي، صدراعظم عمران خان او د پوځ له مشر جنرال باجوه سره مخامخ د افغان سولې په تړاو خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان تر دې وړاندې ولسمشر سره تلیفوني خبرو کې ویلي وو، کابل سره نیکې اړیکې غواړي او دوی اوس پخوانۍ پالېسۍ نه لري.
دغه راز ولسمشر غني ۲۰۱۴ کال کې پاکستان ته له سفر وروسته ویلي وو تر څو پاکستان د سولې برخه کې رښتینې همکارۍ ته حاضر نه شي دغه هیواد سره ټول روابط پرې کوي.