تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د سې شنبې په ورځ د افغانستان د پخواني صدراعظم شهید محمد موسي شفیق سیمینار ته په وینا کې وویل چې د هلمند سین په اړه به د کابل او تهران ترمنځ د موسي شفیق په وخت کې لاسلیک شوې موافقه عملي کړي.

اشرف غني وویل، افغانستان ته د محمد موسي شفیق مهم پیغام د مدرنیزم یا تجدد نابشپړه باب دی چې د امان الله خان له حکومته پیل شوی و او موسي شفیق دوام ورکړ او اوس موږ ته رارسېدلی چې دا فصل بشپړ کړو.

ده د موسي سفیق د کارونو په اړه وویل، د پخواني صدراعظم محمد موسي شفیق یو مهم کار د هلمند د اوبو پر سر د افغانستان او ایران ترمنځ معاهده وه چې د ده د صدارت په مهال لاسلیک شوه او ملي شورا تصویب کړه.

ولسمشر غني په دې سیمینار کې د ۱۳۴۳کال د اساسي قانون په لویه جرګه کې د شهید موسی شفیق او د هغه د پلار بحث  ته په اشارې وویل: دا بحث دوه د پام وړ نکتې لري؛ اول، دا ښیي چې زموږ افغاني ټولنه د ازادو بحثونو ظرفیت او تحمل لري؛ دویم دا چې دا بحث د دوه نسلونو تر منځ جنجال کې د درناوي او تفاهم  ښه نمونه ده چې یو د وضعیت د بقا پلوی دی او بل د وضعیت بدلون ته علاقمند دی. هغه زیاته کړه: شهید محمدموسی شفیق د تحول او تداوم تر منځ منځۍ، ملي او اسلامي کرښه په واقعیت بدله کړه.

وویل، د هغه له مهمو کارونو څخه یو هم د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمند سیند په اړه معاهده ده چې د هغه د صدارت په وخت کې وشوه او هغه مهال ملي شورا تصویب او پاچا توشیح کړه. د دې معاهدې په اړه په شفیق صاحب باندې نیوکې وشوې او زیات فشارونه راغلل چې دا معاهده ونشي، ولې شفیق صاحب په دې نظر وو چې افغانستان  او ګاونډیان باید خپلې مشترکې ګټې درک کړي او یو د بل په وړاندې د رقیب نه، بلکې د همکار او دوست په توګه چلند وکړي.

ولسمشر څرګنده کړه، د هلمند سیند په اړه د افغانستان او ایران د معاهدې په پنځمه ماده کې راغلي دي: ” ایران په دغه معاهده کې له تثبیت شوې اندازې څخه د هلمند په اوبو کې هیڅ ډول زیاته ادعا نه لري. حتا که د هلمند د دلتا په ژورو کې د اوبو کچه زیاته هم وي او د ایران د استفادې وړ هم اوسي.“

هغه زیاته کړه، کاشکې شهید موسی شفیق څو کاله نور هم ژوندی وای چې د افغانستان ټولې اوبه انسجام شوې وای، اوس زموږ دنده د دې معاهدې تطبیق دی ، ځکه دا معاهده د خلکو، د افغانستان د دولت او د هېواد د سولې او ثباته په ګټه وه.

محمد اشرف غني دې ته په اشارې چې د مرحوم شفیق د ژوند او کارنامو مطالعه زموږ لپاره مهم پیغامونه لري وویل، هغه یو مفکر وو او د خپل فکري انسجام په برکت یې لوی او ګټور کارونه وکړل. بله دا چې څو بعدي شخصیت یې درلود او څوک چې په اوسنۍ نړۍ کې د بریالي ژوند علاقمند وي باید د اوسني ژوند مختلفو ابعادو سره اشنایي ولري.

جولسمشر وویل، ځینې اشخاص دي چې لیکنې یې اصلي شخصیت جوړوي او ځينې نور د سید جمال الدین افغان غوندې تر ډېره حده په عملي فعالیتونو بوخت وي او عملي هڅې یې اصلي شخصیت تشکیلوي. شفیق صاحب هم د قلم سړی و او هم د عمل.

جمهور رئیس غني وویل، شهید شفیق له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو طرفدار وو او باور یې درلود چې ګاونډیان باید یو د بل مشروع ګټو ته درناوی وکړي او د همکاریو په مشترکو ټکو یې ټینګار وکړ.

هغه زیاته کړه، د محمدموسی شفیق شخصیت د اسلامي، شرقي او غربي پوهې یو عظیم ترکیب دی او د ده عمیق فکر د دغو متفاوتو زده کړو او تجربو نتیجه ده.

جمهور رئیس وویل، زه چې زلمی وم او په کولمبیا پوهنتون کې زده کړو ته روان وم، نو په کابل کې مې ارواښاد شفیق ولید چې مشورې راکړي. له ده سره په دوه ساعته ملاقات کې نور هم متیقین شوم چې هغه د خارق العاده استعداد او پوهې څښتن دی.

د هېواد جمهور رئیس وویل،  شفیق صاحب که لوی سیاستوال، لوی مقنن او دیني عالم هم نه وای، بیا به هم د افغانستان لوی شخصیت و، ځکه د یوه شاعر او داستان لیکونکي په حیث هم د افغانستان د فرهنګ په تاریخ کې خپل مقام لري.

محمداشرف غني څرګنده کړه، لکه څنګه چې د معاصر افغانستان د ادبیاتو بحث د شفیق صاحب له ذکر پرته نیمګړی ښکاري، دغسې په هیواد کې د معاصرو قوانینو د تدوین بحث د شفیق صاحب د هڅو له یادولو پرته، ناقص دی.

هغه زیاته کړه، د قانون ارزښت او د قانون د حاکمیت درناوي ته پاملرنه د شهید شفیق د ژوند او کارنامو بل پیغام دی. هغه په فکر او عمل کې یو معتدل انسان وو او تل یې په اعتدال ټینګا کاوه.

جمهور رئیس دې ته په اشارې چې  شفیق صاحب په یوه کلیواله کورنۍ کې دنیا ته راغی خو د خپل کار او کوښښ په برکت د صدراعظمۍ مقام ته ورسېد. ویل، د ده د ژوند دغه اړخ ځوان نسل ته دا پیغام لري چې یو ځوان که په مشکلو شرایطو کې هم وي او محدودیتونه هم ولري خو د کوښښ، زحمت او منسجم فکر په برکت کولای شي، ډېر پرمختګ وکړي.

جمهور رئیس غني د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ ته د شهید محمدموسی شفیق مهم پیغام د ناتمامه څپرکي بشپړول دي چې د غازي امان الله خان له وخت څخه پیل شو او شهید شفیق هغه ته ادامه ورکړه. نن واضح او ټینګه اراده لرو چې افغانستان نور ناتمامه څپرکی ونه لري او دوامداره هوساینې او ثبات ته ورسېږي چې هم د خلکو د هوساینې او هم د سیمې د ثبات موجب شي.

په دغه سیمینار کې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم خبرې وکړې، وې ویل: کوم ملتونه چې خپل او د نورو تاریخ په دقیقه او انتقادي توګه نه مطالعه کوي او له پخوانیو تجربو زده کړه نه کوي، تل به د ترخو تاریخي تجربو په تکرار محکوم وي، دوی به د بریالیتوب مزه هیڅکله ونه څکي.

د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د سیمې په کچه د باور رامنځته کولو او د شخړو د له منځه وړلو په ځانګړي ډول له دوو ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان سره د (موسی شفیق) هدفمندې او عقلاني هڅې د هغه د سیاسي پوخوالي نښه وه، هغه وکولای شوای په یوه سخته او بریالۍ مذاکره کې د ۱۳۵۱کال د کب په ۲۲نېټه دهلمند اوبو معاهده له ایران سره لاسلیک کړي.

هغه زیاته کړه: موږ نن د اساسي قانون د نمانځنې په اونۍ کې د شهید موسی شفیق نویمه کلیزه په داسې حال کې نمانځو چې هغه د اساسي قانون او د ډموکراسۍ د لسیزې په دوره کې یو اغېزناک شخصیت و.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني څرګندونې

د بهرنیو چارو زویر څرګنده کړه: پر ولسواکۍ د هغه کلک باور د دې لامل شو چې د ډموکراسۍ په لسیزه کې هغه فعال نقش ولري له همدې امله په ۱۳۴۳کال کې د اساسي قانون د تدوین په لویه جرګه کې د دغې جرګې د منشي په توګه یې د ډموکراسۍ د لسیزې د اساسي قانون په تدوین او تصویب کې مهم نقش ولوبولو.

صلاح الدین رباني وویل: شهید محمدموسی شفیق، د خپل صدارت او د بهرنیو چارو د وزارت پر مهال د پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور رامنځته کولو کې هم زیاتې هڅې وکړې. هغه کار چې له څو لسیزو وروسته د ملي وحدت حکومت هم وکړ او په خپلې فعالې ډیپلوماسۍ سره یې د سیمه ییز باور جوړونې او د سیمې هېوادونو د ګډو ګټو د تعریف په لار کې عملي او رغاوونکي ګامونه واخیستل، تر څو افغانستان د تقابل د ډګر په ځای د ګډو ګټو د اتصال او د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په څلور لارې بدل شي.

په دغه سیمینار کې د الازهر د شیخ پروفیسور دکتور احمد الطیب پيغام د مصر د الازهر پوهنتون استادې مېرمن الزیدان ولوسته، چې په هغه کې د موسي شفیق د الازهر د یو داسې فارغ او عالم په توګه یادونه شوې وه چې د هغه ځای د علم له چینې څخه یې ګټه اخيستې ده او هلته یې شاګردي کړې ده.

په دغه پیغام کې د مسلمانانو پر وحدت د ټینګار تر څنګ راغلي و: الازهر پرله پسې هڅه کوي چې د اهل تشیع او اهل سنت مسلمانانو ترمنځ وحدت وساتي او هغوی خپلو کې سره وساتي او کوم توان چې خدای (ج) هغوی ته ورکړی دی د ټولو انسانانو ترمنځ د سولې روحیې په ټینګولو او خپرولو کې ورنه کار واخلي.

په دغه پیغام کې څرکنده شوې وه: که څه هم جنایت کارانو استاد محمدموسی شفیق ترور کړ او ملت یې د هغه له معتدله او منځلاره علمي هڅو چې الازهر پوهنتون کې يې زده کړې وې، محروم کړ، خو افغان ملت چې اسلامي امت ته یې پرله پسې ستر امامان او علما ډالۍ کړي دي، خپل بچیان الازهر ته لیږي چې معتدله تګلارو سره بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، تر څو وکولای شي د افراط او تفریط د ټولو دعوتونو مقابل کې مقاومت وکړي.

هغه په خپل پیغام کې هغو ته په خطاب چې د صراط المستقیم له لارې کاږه شوي دي وویل: غواړم هغوی سمې لارې ته راشي چې ګناهونه او جنایتونه یې ترسره کړي دي، دوی دې خپل وجدان سره قضاوت وکړي او پوه دې شي چې دغه نام او فاسد تاویل یې د اخرت په ورځ د خدای پر وړاندې په درد نه لګېږي.

 په دغه سیمینار کې د محمدموسی شفیق مشر لمسي ببرک دقیق شفیق د محمدموسی شفیق د کورنۍ په استازیتوب د پیغام د لوستلو تر څنګ د دغه بین المللي سیمینار د جوړونې په خاطر په مننې وویل: زما شهید بابا نه شرقي و، نه غربي بلکې څرګند افغاني او اسلامي لیدلوری یې درلود.

هغه وویل، شهید موسی شفیق هیله درلوده چې هېواد یې د پرمختګ لوړو پوړیو ته ورسېږي او نړۍ ته وښيي چې افغانستان د امن سمبول دی او چا ته اړ نه دی او هر شی لري.

ببرک دقیق وویل، شهید محمدموسی شفیق له ماشومتوبه کور، کلی، خلک، جومات، طبقاتي ژوند، مکتب، مدرسه، ښار، غرونه، دښتې، سیندونه، طبیعي سرچینې او زیرمې، بیروکراسۍ، ظلم، دروغ، د نړۍ والو او ګاونډیانو خیانت، چل او مکر ښه سم مطالعه کړی و، چې څرک یې په شعرونو کې لیدلی شئ.

په دغه سیمینار کې په ملي او بین المللي ډګر کې د هېواد د صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د شهید موسی شفیق د کارونو په اړه جوړ شوی مستند فلم نندارې ته وړاندې شو.

د شهید موسي شفیق پوستي ټکټ

په پای کې جمهوررئیس غني په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر او د شهید محمدموسی شهید لمسي یې ملتیا کوله، د هغه پوستي ټکټ چې د شهید محمدموسی شفیق په عکس تزئین شوی و، پرده پورته شوه او په ستوري ماڼۍ کې یې د شهید محمدموسی شفیق د عکسونو نندارتون پرانېست.

په دغه بین المللي سیمینار کې پر جمهوررئیس سربېره، د شهید محمدموسی شفیق د کورنۍ غړو، د مشرانو جرګې رئیس، د کابینې یو شمېر غړو،  د ملي شورا غړي، د افغانستان د علماو د سرتاسري شورا رئیس، یو شمېر علماو، د هېواد فرهنګیانو او د بهرنیو هېوادونو د کورډیپلوماتیک استازو حضور درلود.

5 thoughts on “ولسمشر غني: کاشکي موسي شفیق څو کاله نور هم ژوندی وای”
  1. سلام
    هو ! ولس مشره
    لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده او په دې برخه کې نه يوازې د پوهې خاوند ياست بلکې د پښتنو پوهانو، مشرانو دمېړنيو او باتورو خلکو ښېګڼې هم تاسې ته څرګندې دي. په افغاني ټولنه کې سياست، دسپلين او اخلاق له کوره پيل کيږي چې ځان ته دنصاب او د کورنۍ روزنې يوه تاريخي برخه ده زه فکر کوم چې هرډول نيوکې پرتا او پر ما او بل باندې کوم بدلون په ټونه کې نشي راوستلاي ښه بدلون په ټولنه کې سوله، اهترام، عزت، وياړنه او عدالت او انصاف خبره ده که چېرې موږ د خپلې ټولنې پر معيار نيوکې لرو او خپل وړانديزونه هغو کسانو ته وړاندې کوو چې هرډول ستونزې لري داخو کوم بد کار نه دي نو بايد چې خوابدې نه شي او هسې مو کله په يوه ډله او کله په بله ډله ورنه تپى او نه ځانه بې وخته نصيحت ګران جوړکړي
    د تبصرې په دوهمه برخه کې بايد ووايم چې دولت بايد د موسي شفيق، ميوندوال، ماما زرغون شاه، مرستيال او عارف رکشاه په برخه کې پخوا يو تاريخي ، فرهنګي، علمي او څړنيزه سيمينار نيولئ واى خو دغه کار ونه شو
    د هغو بې ګناهو کسان دلست په برخه کې چې د پل چرخي له زندانه راووت هغوي هم حق لري چې ولمانځل شي. د ډيري کسانو نومونه زه پيژنم داچې موږ له ځانه تنظيمي ميرااث خور جوړنه کړ له چا نه مو پيسې اوقدرت ونه غوښت دا بيا جلا خبره ده چې موږ يي ډير ښه جواب لرو

    دغه پورتنۍ کسان چا ووژل او ولې؟ چپيان او کمونستان په دې هکله ګونګ دي او يا ځان تير راوړي ولې؟
    ظاهر “طنينظ سور پرچمې لا د شفيق په هکله لکنې کوي.دا ليوه نه پوهېږي چې سور سپئ د ليوه ورور دى. دکابل پوهنتون کې پېرې کولې لاړ د بي بي سي په دريڅانګې ننوت او له هغه ځايه يي شاوخوا اته کاله د ملګروملتو دفتر کې د افغانستان د استازي په توګه کار وکړ
    /

  2. سلام
    هو ! ولس مشره
    لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده او په دې برخه کې نه يوازې د پوهې خاوند ياست بلکې د پښتنو پوهانو، مشرانو دمېړنيو او باتورو خلکو ښېګڼې هم تاسې ته څرګندې دي. په افغاني ټولنه کې سياست، دسپلين او اخلاق له کوره پيل کيږي چې ځان ته دنصاب او د کورنۍ روزنې يوه تاريخي برخه ده زه فکر کوم چې هرډول نيوکې پرتا او پر ما او بل باندې کوم بدلون په ټونه کې نشي راوستلاي ښه بدلون په ټولنه کې سوله، اهترام، عزت، وياړنه او عدالت او انصاف خبره ده که چېرې موږ د خپلې ټولنې پر معيار نيوکې لرو او خپل وړانديزونه هغو کسانو ته وړاندې کوو چې هرډول ستونزې لري داخو کوم بد کار نه دي نو بايد چې خوابدې نه شي او هسې مو کله په يوه ډله او کله په بله ډله ورنه تپى او نه ځانه بې وخته نصيحت ګران جوړکړي
    د تبصرې په دوهمه برخه کې بايد ووايم چې دولت بايد د موسي شفيق، ميوندوال، ماما زرغون شاه، مرستيال او عارف رکشاه په برخه کې پخوا يو تاريخي ، فرهنګي، علمي او څړنيزه سيمينار نيولئ واى خو دغه کار ونه شو
    د هغو بې ګناهو کسان دلست په برخه کې چې د پل چرخي له زندانه راووت هغوي هم حق لري چې ولمانځل شي. د ډيري کسانو نومونه زه پيژنم داچې موږ له ځانه تنظيمي ميرااث خور جوړنه کړ له چا نه مو پيسې اوقدرت ونه غوښت دا بيا جلا خبره ده چې موږ يي ډير ښه جواب لرو

    دغه پورتنۍ کسان چا ووژل او ولې؟ چپيان او کمونستان په دې هکله ګونګ دي او يا ځان تير راوړي ولې؟
    ظاهر “طنين” سور پرچمې لا د شفيق په هکله لکنې کو
    وايي چې سور سپئ د ليوه ورور دى. دکابل پوهنتون کې پېرې کولې لاړ د بي بي سي په دريڅانګې ننوت او له هغه ځايه يي شاوخوا اته کاله د ملګروملتو دفتر کې د افغانستان د استازي په توګه کار وکړ
    /

  3. و روڼو !
    کودتا او کودتاچیانو دا د قدرت او واک لیونی ارذل الناس چه په سر کی د شهید محمد داود خان سره پرچمیان او بیا خلقیان چه د شفیق صاحب او په زرګونو لیسانسه،ماستر، داکتر ، علماوو او د ملت اصلی قاتلین او د اسلامی افغانستان ورانوونکی په ډیرجاهلانه طور منحییث ارذل الناس د افغانستان په تاریخ کی هغه لړل وکړل چه د انسانیت تاریخ ورنه عار لری ، زموږ ټول مادی او معنوی بنیادونه یی وران ، کرکه او نفرت یی خپور او ملت یی ټوټی ټوټی کړ ، د تجاوز باب یی پر وطن پرانیست ، قتل، بد اخلاقی او په مجموع کی رذایلو ته یی رشد ورکړ، ارذل الناس، حکام شول او تر ننه دهغوی د دنائت زجر ملت باندی تحمیلیږی.
    بیا زموږ مدرسو او تعلیمی ادارو ونشوای کړای چه شفیق صاحب ته ورته څوک دملت خدمت ته وړاندی کړی ، تعلیم شته خود هغه ظرفیت او تربیت څرک هم نه لږی، وزیر او صدراعظم شته خو هغه احساس ، دمل خدمت ظرفیت ،ملی اخلاق ،ملی اهداف او ملت پالنه او روزنه پسی مو سترګی ړندی شوی اوس د ډیرو بدو بلاوو سره سر یو ، الله رب العزت دی رحم وکړی..
    او هماغه د رسول الله صلی الله علیه و سلم د حدیث مصداق دی چه فرمایی:
    که دوی طبقی خلک خراب شی نو ټول ملت خرابیږی چه هغه امراء او علما دی.
    همدا ده چه د کودتاچیانو خرابی او شر ترننه دوام لری او باعزته او سرلوړی ملت یی سخت وکړاوه او لاهم دوام لری .
    لوی قهار رب دی زموږ د مظلومو شهداوو او د ټول امت د مظلومانو ، انتقام دی خپله واخلی ځکه هغه عزیز ذوانتقام ذات دی.

  4. یا حی یا قیوم برحمتک نستغیث !
    نو باید تل دا دعا وکړو چه غفار ذات دی دا ملک (افغانستان) او ټول اسلامی او مظلوم ولسونه له لعنتی کودتاچیانو او خبیثه بقایاوو پاک او موږ او ټول امت دی الله رب العزت له شر د فاسق ، ظالم او کفارو په خپل امان کی وساتی .
    هغه چه ګاونډیو او انسانیت ته شر صادروی ،بی دفاع ماشومان ،ښځی او ملتونه تباه کوی او تکنالوجی د ملتونو د تباهی ،شر اوفساد لپا ره کاروی یا قهار ذوالجلال والاکرام هغه ته تباه او ظالمان یی په هستوی بټټیو کی سکاره کړی ، ته تر ټولو ښه انتقام اخیستونکی یی.
    ربنا لا تجعلنا فتنة للقوم الظالمین
    ونجنا برحمتک من القوم الکافرین

  5. په ښيراوو او دوعاوو نه کوم ملک او نه کوم شخص ګداګر يا ميليونر شوى او تر اوسه يي کومه نتيجه هم نه ده ورکړى مټ د را ونغاړه او کار وکړه کوم شى چه له بل نه يي غوښته کوى اول يي له ځانه وکړه
    په د دوعاوو او ښيرا نور خلک مه غولوى اختيار مو په خپل لاس کى ده تر ځو چه ته حرکت ونه کړى برکت هم نشته
    هغه خاين چه ته ورته ښيرا کوى په دى ښه پوه ده چه ستا ښيرا کوم خاى نه نيسى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *