تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن /سې شنبه/ له یوه جګپوړي پلاوي سره کندهار ته لاړ.

ارګ وايي، ولسمشر د دې لپاره کندهار ته تللی چې د دې ولایت د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق له کورنۍ سره خواخوږي وکړي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې ولسمشر به همداراز د دې سفر په لړ کې د کندهار له خلکو سره غمرازي وکړي.

حنرال عبدالرازق او د کندهار د ملي امنیت رييس عبدالمومین حسین خېل د تېرې پنجشنبې په ورځ د یوه نفوذي په حمله کې ووژل شول او د کندهار والي سخت ژوبل شو.

د ارګ سرچینې وايي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو له کبله ولسمشر غني کندهار ته خپل سفر نن ورځې ته وځنډاوه.

ټاکل شوې ده چې اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم کندهار ته لاړ شي.

پرون د جنرال عبدالرازق کشر ورور د کندهار د سرپرست امنیه قوماندان په توګه وټاکل شو.

http://www.archive.www.archive.taand.com/archives/114941

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *