تاند: ولسمشر غني نن له یو لوړپوړي پلاوي سره کندهار ته رسېدلی دی.
ارګ یوه اعلامیه کې ویلي ولسمشر به د سفر په ترڅ کې یو لړ پروژې هم پرانیزي.
نن ولسمشر د کندهار هوايي ډګر د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر باندې نومولی او کندهار لپاره به د لمریزې بریښنا ۴۰ میګاواټه سټېشن هم پرانیزي.
ولسمشر دغه راز کندهار ته په رسېدو د هوايي ډګر واټ هم چې د جنرال عبدالرازق خان اڅکزي په نامه نومول شوی دی افتتاح کړ.
دغه ۱۶،۴ کیلو متره اوږد او ۶۹،۲ متره پلن واټ د دولت له پرمختایي بودجې څخه د ۲،۸ میلیارد افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
حکومتي سرچینې کندهار ته د ولسمشر د سفر په اړه وايي، ولسمشر غني به نن له یو شمېر ځوانانو، علماو، مېرمنو او سپین ږیرو سره هم لیدنې وکړي.
دغه راز سرچینې دا هم وايي چې ولسمشر به د کندهار د سفر په پای کې زابل ولایت ته هم سر ورښکاره کړي.