تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ۴۰ دیپلوماتان له کاره په دې خاطر لېري کړل چې عمرونه یې زیات ول او یا د بهرنیو چارو د وزارت په معیارونو برابر نه ول.

ویل شوي چې دا سفیران او دیپلوماتان ارګ ته وربلل شوي وو او له ولسمشر سره یې په داسي حال حکې وکتل چې د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم حاضر وو.

د افغانستان د سفارتونو اکثره کارکوونکي او دیپلوماتان د تظیمونو په ځانګړي ډول د جمعیت ګوند غړي دي. ډېرو یې نه لوړې زده کړې کړي او نه د دیپلوماسۍ تجربه لري.

د افغانستان د دولت د کارکوونکو د قانون له شپږمې مادې سره سم د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکی باید لږترلږه لیسانس ترجیحاً د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې ولري.

له کاره په لېري شویو سفیرانو کې په روسیه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي تره عزیزالله کرزی، په یونسکو کې د افغانستان سفیر محمد قاسم فاضلي (ممکن ۹۰ کلن وي)، په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر ضیا الدین مجددي، په متحده عربي اماراتو کې سفیر نجیب الله مجددي، په سعودي عربستان کې سفیر سید احمد عمرخېل، په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر غلام سخي غیرت، د ایټالیا سفیر ضیاالدین نظام، د سویس سفیر ننګیالی طرزي، د بریتانیا سفیر محمد داوود یار، په کاناډا کې سفیر شام لال او د فرانسې سفیر اسدالله عمر شامل دي.

تر دې مخکې پرون د ولسمشر په حکم د کابل ښار د پولیسو د ټولو حوزو قومندانان له کاره لیري شول او نوی کسان یې پر ځای وټاکل شول.

20 thoughts on “ولسمشر غني ۱۱ سفیران او ۴۰ دیپلوماتان برطرفه کړل”
  1. Salam;
    Pa UN ki d`Afghanistan astazy Z.Tanin da tzo kala kum ghag jeeg kirry d`Afghanistan pa baab? av ka khpalee a`yashiy kavi d de faqir-mazlum millat pa paiso??.a.d.n.

    Bala da che, Salengyan; zaher z. a.d.n. yi la kem wo che d`Mezar rahimi yi ham kaboel ta moqarer av os ba d` kabul emniyti char waki ttol jamiyetyan ya`ni d` malim A`ta kalakanyan moqarervi?!!!.

    Ouloomi sahib bayed dder motavajeh vi +Ulusmashr — ijrrllayie abil yi..

  2. اولسمشره ؟
    زوندي او موفقه أوسي .
    لاره دي مستقيما او منزل دي بركت لري.
    مكر ستا توجوه ديونس قانوني زوي ته راكرخوم جه به بر طانيه كي تول قدرت به خبل لاس كي نيولي او ديو بد سلوك انسان دي.

  3. که د علم پر اساس باتجربه ځوانان خاصتا هغه څوک چي د حقوقو او سیاسی علومو څخه فارغه وي پر وظیفه وګمارل سی او د جناب کرزی صاحب کاکاخیل او سره را ټول کړل سی او د کرز میلمانه سی نو ډیره به ښه خبره وی.

  4. ظاهر طنين څوک دی هغه زه ډير ښه پيژنم ، په هغه وخت کی چی دحقيقت انقلاب ثورد ورځپاڼی مرستيال وه نو دخپلی عياشی لپاره يي دروسی ژبی معلمه نيولی وه ،دده ډير کلک اړيکی دپدرام سره وه اودی.نور هيڅ ويلوته ضرورت نسته يوازی دحقيقت انقلاب ثور ورځپاڼی کلکسيون ته دی مراجعه وشی ،يوه ورځ شهيد داکتر نجيب الله تری پوښتنه وکړه (که طنين جان من چند ساله باشم )ولي داپوښتنه يي وکړه، ځکه ده دبريالی په لار ښونه او پدرام په مشوره تبليغ کاوه (که سن نجيب به مقام رياست مطابقت ندارد ).خلص يو خاين اودوطن دملی اتحاد پر ضد انسان ده. خبر ی ډيری دی . دمحترم جمهورريس صاحب څخه هيله ده چی يو مناسب شخص ودی چوکی ته معرفی کړی .

  5. بسم الله الرحمن الرحیم
    په ډیرادب سره خپل احترامونه او تبصره وړاندې کوم۰
    ایله په ایله اوس به په خیرد دریدلي تاریخ بیهر پیل کیږي ،او په یو عادلانه د ټولو قشرونونظام چه دټول ولس په کې برخه وي را منځ ته کیږي. افغانستان په اوسني حالت کې چه دډوبیدو په لاس او پښو وهلودی دغسې منورواوعلم پوهانوته اړه لري چه له ډوبیدوئې بچ کړي.پوهیږم چه دا کوم آسانه کار نه ده خو اوس مو چه دنظام دجوړولو لپاره اصلي او سم اصول تعقیبول پیل کړل نو هغه ولس چه خپل هیواد په ګران وي تاسو ملاتړ به کوي،ځکه دغه یوازینې لاره دبې عدالټۍ،بې ثباتې مخنیوی او دامنیت او سوکالۍ او بریالیتوب لاره ده۰
    دیوه روغ،ودان،غني،غني افغنستان په هیله۰

  6. الله پاک دې وس ورکړي چې داسې مطلبي او د ملت خاینه طبقه له حکمتي دندو څخه لري کړي ځکه چې دوې اکثرا هغه خلک دي چا چې ګران هیواد وران کړ.

  7. الله دی اوږد او د بریالیو ډک ژوند درکړی غنی صاحب . ټول افغانان د یو پاک نظام غوښتونکی دی الله دی توفیق درکړی چی دا وطن ودان کړی انشالله . د الله نه درته اوړی او سرلوړی ژوند غواړم

  8. لله دی اوږد او د بریالیتوبه ډک ژوند درکړی غنی صاحب . ټول افغانان د یو پاک نظام غوښتونکی دی الله دی توفیق درکړی چی دا وطن ودان کړی انشالله . د الله نه درته اوږد او سرلوړی ژوند غواړم . مننه

  9. نیک ګام دی خو اصلی فاسدګر تر اوسه پاته دی چه هغه والیان دی کوشش دوشی هر څومره ژر چه کیږی دغه بیکاره هرزه بوټی له بیخه وباسل شی.

  10. السلام عليكم!

    دير شه خبر دى, اولسمشر ته د الله نور توفيق هم وركري چي په تولو داخلي ادارو كي هم د چان له پرويزي كار واخلي.

  11. زه په خپل وار سره دغنی بابا ددی اود ټولو کړنونه ډیرخوشحاله یم او اودافغانانو وروڼونه د ډیری حوصلی غوښتنه کوم. غنی بابا په ډیر ښه حرکت باندی روان دی. او په آخرکی ورڅخه دپکتیا ولایت دپاره دیوښه با احساسه او په کارپوه والی غوښتنه کوم.
    مننه

  12. ځينې کسان ډير ګواښ کوى، ځينې بيا ډير په غصه کې دى، څوک يو دليل واېي او څوک بيا دومره لاپې او شاپې وهي چې سوچه اوچته خبره بريښي. يوه ډله بيا دموره نيوکې کوي چې په ډير کم وخت کې بايد ګل او ګزار وي. ډير کم خلک شته چې ووايي زه په دې باره کې نه پوهيږم يا ماته پته نه شته اويا داچې دا زما کار نه دى
    کله چې داريانا تلويژن په ډاکه يو شمير وژونکي، خاين، فاسد او پېژندل شوى کسان هر سهار د نخبګانو په نوم يادوي او د همدې وطن پلرونکو تبليغ کوي نو سوال پيدا کيږي چې دا بيا د څه لپاره؟ د ظاهر طنين نوم چې زه ووينم نو ماته د هغو محصيلونو هويت، نومونه راياد شي چې دهمدې کمونست لخوا د شپې له ليليې نه مختلفو زندانونو ته استول کيده. ظاهر طنين د نادريې ليسي له نهم ټولګر نه پېژنم کله چې د کابل پوهنتون ته راغي نو په دې سيمه کې يو ستر ښامار وه. څومره محصلين ېې د نيستي کندې ته وسپارل او په خپله د حزبي فعاليتونو د طب پوهنځي سند تر لاسه کړ بيا لاړ د بي بي سي په دري پروګرام ننوت او له هغه ځايه بيا د استاد خليلي ځوى مسعود خليلي په زور چې د هند سفير او د رباني لپاره ېې په هند کې ناندرۍ وهلي په ملګرو ملتو د افغانستان ددايمي غړي په توګه خپل منافقت مخکې بيوه
    ظاهر طنين ځينې ليکنې کړي او ټولې جعلي بڼه لري دارودسته ېې په ملګروملتو کې مصروف دى
    موږ باور چې د ملت د ګټو لپاره هر خاين چې خايف اوسي بايد ولس ته وپېژندل شي ځکه چې داډول عناصر له هرې ممکنې د خپلې ګتې لپاره يود بل سره مرسته کوي او ملامتي په نورو اچوي

  13. عجيبه لا داده چې په دومره وخت کې د کرزي کرغېړنې ادارې ځنګه دغه ډو ل کسانو ددومره مودې لپاره باور کړي دې خو اوس له خوبه را پاڅيدلي او د ګاندې پېښي کوي کر غېړن شعله ېې سپانتا ېې لاهم تر څنګ په سياست باندې ګړيږي. ظاهر طنين بايد د پنځه زره کسانو لست کې چې زياته برخه ېې محصلين دى ځواب ووايي؟

  14. زه هم د پوهنتون په دغه دوره د زراعت په پوهنځي کې محصل وم کله چې يوه بجه کمونستان زموږ کورته راغله ما وپېژند چې د طنين خلقي او که پرچمې انډيوال په ستلايت مجهز جيب کې ناست دى او بريتونه ېې لکه د خره لکې کته ځوړند دي نو موږ ېې سيده د صدارت بندې خانه ته يوړو ګورو چې د ابن سينا د ليسې تنکي ځوا نان دلته ناست دي اويوشمير محصلين هم ورسره وه. زما شخصي پوښتنه داده چې ولس ولې د پنځه زره کسانو د وژنې په برخه کې ګونګ دى او هغه هم په داسې حال کې چې د کولاب قرارديانو ته شهادت درجه ورکوي او استاد سياف هره شپه د حلوا پر سر ملت تند اخطارونه ورکوي هغوى د قارون او ملعون القاب وګټل اودا کسان هسې په لست کې له څو لسيزو وروسته راپېژندل کيږي ولسه: عدالت ، انصاف،، مساوات او پاکې څه ته وايي پريږدى چې ولسمشر غني په غني فکر داهېواد سمې لاري ته رهبري کړي. پشتونه ولس له معجزې تيرشي او د سولې لپاره کاروکړي

  15. پکه داد لا بله سپکه; زه په کارته چهار کې اوسيدم اوزموږ کور د پرچميانو حوزې ته نژدې څه چې د پرچميانو ټولې خبرې مو اوريدلې. مسعود خليلي ددې حوزي سر منشي يا نطاق وه طاهر طنين د تګاو وه او د خليلي کورنۍ هم د کوه صافي وه چې په دولت کې ېې ددوهمه درجه جلالر حيثيت درلود له يوې خوا ېې د قدير نورستاني سر ه خپلوي درلوده اوله بلې خوا ېې ددوي شاخ وپنجې په دولت کې ډيرې تيتي وي په بده ورځ کې به يي يو بل ساتل خو هرې خواته ېې بياهرڅه کول.کله چې مسعود پرچمي د هندوستاه سفير شو نو بياېې هم په همغه پرچمي لهجه، زيل او بم، غرفش، دحکمت يار پر ضد تبليغ کاوه داهغه وخت وه چې د حزب او جمعيت پر کابل باندې جګړه وه او رباني په ډير مکر جنه لهجه د حکومت ششګانه وچندګانه ناري سورې وهلي او هټي تردې چې د ملګرو ملتو د ميسترې په مشوره ېې هم د کابل د امنيت په خاطر يوه زره قرباني ورنه کړه. هو يوه زره هغه استاد ته چې دشرعياتو په پوهنځي کې يي درس ورکاوه اکله ناکله به موږ د پوهنتون د استاد په اخره کې يو وړوکى جومات وه موږ لمونځ پسې کړي مګر قدرت ډير بد شي دى سياست نه دى هسې بلاده چې خلک ېې په زوره په ټولنه کې عملي کوي

  16. که ولسمشرداسی اقدامات ترلاس لاندی ونیسي نوداملت به دده ترشاولاړوی داهیوادیواځی دشمال لنډغروندی مخلص وطن پرسته بااحساسه ځوانان شته چی دحدمت لپاره پوره انرژی لری ولسمشربایددهیواددجوړني لپاره له ځوان قشرڅخه په هره عرسه کی کارواخلی

  17. ډیر ښه خبر دی او نیک ګا م دی غنی با با ښه لا ره غوره کړی ده خو خبر ه داده چی دښمنان یی اوس خپل تګ لا ری ته په قرار پریږ دی زه د یو دیپلو ما ت په تو ګه دا تا سو ته وا یم چی دا سی سفیر ان او دیپلو ما تان زه پیژنم چی د 1392 کا ل را پیدا خوا د ځینو رو ا بطو په ا سا س تر او سه په سفا رتو نو کی دنده لری ته به وا یی چی داد پلار نه ور ته میرا ثی پا تی دی نو اوس مو نږ د غنی صیب ددی نیک اقدا م هر کلی کوو او د الله تعا لی نه ورته د لا بر یا وو تو فیق غو ا ړو

  18. دیر پو زره پوری خبر دی اللہ ج دستا دوشمن ذلیل او او پو دوارو جهانونو رسوا او دستا کامیابی بیدون د کوم تبعیض سخه د غریب افغان ولس سترگی ستا ته پو طمعه دی او ته جورونکی دلوی افغانستان ئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *