تاند- د افغانستان د حکومت ۸ وزیرانو، چې تېره اوونۍ ولسي جرګې د اعتماد رایه ورکړې وه، نن په یو لړ مراسمو کې د ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې د وفادارۍ لوړه په ځای کړه.
د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د مالیې وزیراکلیل حکیمي، د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز، د کانونو او پیترولیم وزیر داوودشاه سبا، د حج او اوقاف وزیر فیض محمد عثماني، د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي او د کلیو د پراختیا وزیر انجنیر نصیر احمد دراني لوړه وکړه.
د لوړې له مراسمو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رييس عبدالله عبدالله اتو وزیرانو ته په خپلو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
د لوړې په مراسمو کې د ولسمشر او اجرايي رييس مرستیالانو هم ګډون کړی وو.
تېره اوونۍ ولسي جرګې ۱۰ وړاندیز شوي وزیران رد کړل خو اتو وزیرانو او همداراز د ملي امنیت رييس ته یې د اعتماد رایې ورکړې.