د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې په کندوز ولایت کې به غیرمسوول وسله وال ونه زغمي.

ده د کندوز ولایت له نویو چارواکو سره په خبرو کې د غیرمسوولو وسله والو په اړه وویل چې د هغوی په وړاندې هیڅ راز زغم نه شي منلی او که خپلسرو وسله والو د قانون حاکمیت ته سر ټیټ نه کړ، له سخت چلند سره به مخامخ شي.

دولسمشر ټینګار وکړ چې د قانون له دایرې هیڅ وتلی عمل د منلو نه دی.

په وروستیو کې په کندوز په تېره بیا د دغه ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې له غیرمسوولو وسله والو څخه د خلکو شکایتونه زیات شوي دي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د کندوز ولایت له نویو چارواکو وغوښتل چې د یو بل په مشوره د دغه ولایت په چارو کې اصلاحات راولي.

ښاغلي غني دا غوښتنه پرون د ویدیو کنفرانس له لارې د کندوز له نوي والي او د ادارو له رييسانو سره په خبرو کې وکړه.

ولسمشر وویل، د کندوز د نویو مسوولانو ټاکل او د هغو د فعالیت پیل د ښې حکومتولۍ په لړ کې د نوي حکومت لومړنۍ تجربه ده.

One thought on “ولسمشر: غیرمسوول وسله وال نه شم زغملی”
  1. دافغانستان انتخاباتی اولسمشره ؟
    نن می به تاند کی ستا خوږه جمله چه نور ( وسله والی غیری مسولی دلی نه شم زغملی.). ولوستله نهایت خوشحاله شوم .خوشحالی په دي کي وه چه زمونږ مشر اوس درک کړی او دی حالت ته متوجه شوی.
    زه نه غواړم په تفصيل وغږيږم ته متفکر اوزه دمسلحو قواوو يو دوظيفی له نګاه نه غيري مسول جنرال او دوطن او دوطن دخلکو سره په مينه اومحبت کی ستا څخه لو ړ مسوليت لرم ځکه چه زه دوطن دننګ او ناموس دسآتنی دسر تر قربانۍ تربيه شوی يم داچه ذور می نه رسيږی خبله ډنډه ددغي کتبی ليکنی ستا مسول شخص تر غوږو رسوم تر څو ته مدبرانه اقدامات وکری.
    لندی خبری:
    ته رشتيا وائ ولی نا وخته نه کړی اوس هم لا سروخت دی.
    غيری مسولی مسلح دلی ستا دارګ څخه شروع دکابل شهر کاملاءاو دولاياتو تر اولس والي پوري خوري وري پرتی دی.
    دادلي دچا او څوک ئ رهبری کوی:ددی ډلو مسول اشخاص هغه څوک دی چه په ارګ کی تا سره جلسی او مفآهمی او بيا درسره په يو دسترخوان راتوليږی په خندادرسره صرف غذا کوې.
    څومه چه امنيتی وضعه وخيمه شوی او وخيميږی اول مسولين ستا جګپوړی نژدي همکاران دی بيا ته خبله
    ئ چه مخنيویئ نه کوی.
    زمادنظره ديو نظامی ،استخباراتی,اپراتيفی اوتحقيقاتی با تجربه کار پوه په تو ګه لاندی وړانديز لرم.
    ۱/هر خه عاجل وزآرت داخلی او دامنيت لوي رياست ته ډنډه وسپاری چه دهغه جګپوړو چارواکو ,سفارتونواوهغه اشخاصو او موسسو امنيت ئ ونيول شی چه تاسي لازم بولی.داکار په نورو رژيمونو کی هم دوزارت داخلی او دامنيت دلو رياست په غاړه وو.کوم مشکل نه شته.
    ۲/دغه مسلح غيری مسول ډلی چه دامنيت او يا نور و بهانو شهرته داخلی شوی کا ملاء خلع سلاح او دکابل دشهر څخه وایستل شی.او مسولينو ته ءئ قناعت ور کړل شې که قناعت نه کوي هغه باغې ضرور ده جه ديو باغې په توګه بر خورد ورسره وشی تحمل کول ناکامې ده.
    دلته دی هم به امنيت داشخاصو ونيول شي اوهم به شهری امنيت تامين شی.
    ۳/دکابل دشار داميت کمر بند بايد تاسيس او مسلحو نفر ته اجازه ددخول ورنه کړل شی.
    ۴/دجهادی او دجهادی دمشرانو به نامه دی نوری داکړی او ددوي مسلح ګرځيدل ختم شی تر څو دوست
    او دشمن وپيژندل شی.
    ۵/په ولاياتو کی دې دجهادی په نامه قوماندانانوباندی دوسلی ګرځيدل او ګروپ, ګروپ ګرځيدلو بنديځ ولګول شي تول غله او اشوب ګران همدا ډلي دی.لوي مثال ئ دننګرهار دولايت حضرت علی او دده ډلی ټپري دی
    داوه زما لند نظر که دا کار ونه شي هيڅ وخت به امنيت هم منځ ته رانه شي.
    په خورا درناوی.
    بريد جنرال حبيب الله جلالزوی دهالند څخه،.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *