تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۰: ولسمشر غني یو فرمان صادر کړی او ویلي یې دي چې ملي شورا دې د ۱۳۹۸ کال د دویمې نیمايي بودیجې تصویب لپاره خپلو ناستو ته همداسې دوام ورکړي.
د ولسي جرګې لومړۍ شپږ میاشتې کاري دوره د سرطان په ۳۱مه پای ته رسېدلې وه، خو د جرګې غړو پریکړه وکړه چې لس ورځې به نور هم کار کوي تر څو بودیجه تصویب کړي، خو اوس چې دا لس ورځې هم پوره شوې او بودیجه تصویب نه شوه، نو ولسمشر فرمان ورکړی چې تر څو بودیجه تصویب شوې نه وي جرګه دې رخصتي نه کوي.
د کال د دویمې نیمايي ۴۱۱ ملیارده افغانۍ بودیجه دوه اوونۍ وړاندې پارلمان ته استول شوې وه، خو جرګې وویل، دې مسوده کې ټاکنو او ځینو نویو ادارو ته اضافي بودیجه پام کې نیول شوې او دوی یې نه تصویبوي.
بلخوا د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وايي، د بودیجې د رد په تړاو ورسره وکیلانو دلایل نه دي شریک کړي، خو که اختلافي موارد ورته په ګوته کړای شي، دوی به پرې کار وکړي او بیا به یې ولسي جرګې ته راجع کړي.
له دې کبله اوس ولسمشر فرمان ورکړی چې جرګه تر هغې کور ته باید ولاړه نه شي چې بودیجه ور تصویب نه کړي.
فرمان کې مالیې او د پارلمان په چارو کې د دولت وزارت ته لارښوونه شوې چې جرګې ته دې بودیجه د مراحلو د طی کولو لپاره ارایه کړي.