تاند: خبریال(ابوبکر جبارخېل):- ولسمشرۍ دفتر د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي، چې افغانستان چمتو دی ترڅو له روسیې سره خپلې اړیکې لا پراخې کړي.

سرچینې وویل ولسمشر کرزي یاده غوښتنه د دوشنبې په ورځ د فدراتیفې روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال “یوري سنتیورین” او ملګري پلاوي سره د لیدنې پرمهال کړې.

ولسمشر کرزي په خپلو خبرو کې روسیه د افغانستان نږدې ګاونډی هېواد وباله، او زیاته یې کړه: (( افغانستان له روسیې سره د اړیکو لرلو ته ډیر اهمیت ورکوي او غواړي دغه اړیکې له پخوا څخه لا ډیرې پراخې شي.))

دغه راز ولسمشر روسي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا په لاره کې په بشپړه توګه همکار دی.

هغه له نوموړي پلاوي و غوښتل چې د روسیې د ایروفلوت دولتي هوایي شرکت دې افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړي.

همداراز د یوري سنتیورین د روسیې د سوداګرو او پانګه والو د راغلي پلاوي په استازۍ وویل د روسیې دولت، سوداګر او پانګه وال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي چې په همدې دلیل، ده او ملګري پلاوي یې افغانستان ته سفر کړی دی او له دوه ورځو راهیسې د افغانستان د بېلابېلو وزارتونو له چارواکو سره په خبرو بوخت دی.

د یادولو وړ ده د فدراتیفې روسیې د پلاوي په ترکیب کې چې شمېر یې ۵۳ تنو ته رسیږي، د هغه هېواد د سترو دولتي او خصوصي کمپنیو استازي شامل دي.

 دغه پلاوي خپلې خبرې د روسیې او افغانستان ترمنځ  د سوداګریز او اقتصادي همکاریو د بین الحکومتي ګډ کمیسیون په چوکاټ کې د افغاني له لوري سره  پیل کړي دي.

نوموړی پلاوی به په افغانستان کې په بېلابېلو برخوکې د پانګونې فرصتونه مطالعه او وڅیړي، د ګډ کمیسیون په چوکاټ کې به د همکاریو په باب بحث او خبرې اترې وکړي او په هغو پروژو به تمرکز وکړي چې په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا جوړې شوې دي.

د یادولو وړ ده چې د دغه ګډ کمیسیون ریاست د افغانستان له لوري د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال په غاړه لري او په پام کې ده د دغه کمیسیون د دویمې غونډې په لړ کې  په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو پر مطالعې او څیړنې سربیره، د پانګونې د تشویق او ملاتړ او د دواړو هېوادونو د هوایي ډګرونو د ارتباطاتو په برخه کې به هوكړه لیکونه هم لاسلیک شي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *