تاند: خبریال( ابوبکرجبارخېل)- ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ ناوخته د ” بل ان ملنډا ګیټس فونډیشن” د پولیو له منځه وړلو د پروګرام له مشر ډاکتر وینګر سره په کتنه کې والیانو ته لارښوونه وکړه چې له دغه پروګرام سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

کرزي د ” بل ګیټس فوندیشن” د بنسټ لخوا د پولیو پرخلاف مبارزه وستایله، او ډاډ یې ورکړ چې افغانستان به دوی ته د هېواد په ټولو ولایتونوکې د فعالیت زمینه برابره او ټولو والیانو ته به یو ځل بیا لارښوونه وکړي چې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

همداراز ډاکتر وینګر وويل د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې  د پولیو پیښې ډېرې کمې شوې دي او ډاډ یې  ډاډ څرګند کړ چې د دوی بنسټ به په افغانستان کې د پولیو پر له منځه وړلو سربیره د عامې روغتیا له وزارت سره د کتلوي معافیت(Routine Immunization) په برخه کې هم خپلې همکارۍ پراخې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ” بل ان ملنډا ګیټس فوندیشن” په نړۍ کې د مور او ماشوم د مړینې د مخنیوي، د پولیو د له منځه وړلو او د کرنې د پراختیا لپاره کار کوي.

By ابوبکر جبارخېل

Graduated from Kabul University Journalism Faculty( Media Department) Now as a Freelance Journalist