تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: ولسمشر غني د یو حکم په صادرولو سره له افغانستان څخه د جلغوزې، پستې او زعفرانو قاچاق منع اعلان کړ.

د ارګ لخوا په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله راغلي چې هر څوک چې د جغلوزې، پستې، زعفرانو په قاچاق ونیول شو، عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي او ورسره نیول شوي محصولات به د پولیسو لخوا ضبطېږي.

ولسمشر دغه راز امر کړی هر امنیتي مسوول او مؤظف کس چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق په برخه کې غفلت وکړ، هغه ته به هم سزا ورکول کېږي.

ولسمرش کورنیو چارو او د ملي دفاع وزارت تر څنګ ملي امنیت ته هم امر کړی چې د جلغوزې، پستې او زعفرانو د قاچاق د مخنیوي لپاره دې همغږي پلانونه جوړ کړي.

دا په داسې حال کې د چې افغانستان یوازې زر ټنه جلغوزه په رسمي ډول تېر کال صادر کړې، نوره ټوله پاکستان ته قاچاقېږي.

همدا راز ایران هم د افغانستان زعفران قاچاقوي او بیا یې په خپل نوم بازارونو ته استوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *